د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت د هند نیمه وچې لپاره د القاعده د دریم مشر د وژل کېدو خبر ورکړ


د القاعده ډلې جنګیالي
د القاعده ډلې جنګیالي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په دغه هیواد کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شکبې د دریم مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست نن سې شنبه نومبر لسمه (لړم ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې محمد حنیف مشهور په عبدالله د ځانګړو او هدفمندو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

اعلامیه وايي چې یاد کس د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی دی او د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا د فراه په بکوا ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه نور پاکستاني غړي هم نیول شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي چې وژل شوي کس په لومړي سر کې د طالبانو غړی و او تر ۲۰۱۰ کال وروسته له القاعده شبکې سره یو ځای شوی و.

په بیان کې راغلي چې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې دغه وژل شوی مشر د طالبانو په مرسته له پاکستان څخه لومړی هلمند او وروسته فراه ته انتقال شوی و.

بیان وايي چې وژل شوي کس په هلمند، نیمروز او فراه کې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو فعالیت کاوه.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو او القاعده شبکې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په روانه میاشت کې د هند لپاره د القاعده شبکې دوهم او تېر یو کال کې دریم مشر دی چې د ملي امنیت ریاست یې د وژل کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د روانې لړم میاشتې پر څلورمه په غزني ولایت کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د دوهم مشر ابو محسن المصري د وژل کېدو خبر ورکړ.

یاد ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۶مه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر د وژل کېدو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG