د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات د 'کارګر' ورځ لمانځي


په نیویارک کې د کارګرو د اتحادیې لاریون.
په نیویارک کې د کارګرو د اتحادیې لاریون.

پدې ورځ د امریکا د اقتصاد په جوړونه او ځواکمن کیدو کې د امریکايي کارګرو او د هغوئ د کورنیو قدرانې کیږي.

ځنی سیاستوال د کارګرو او مهاجرینو د حقونو دپاره هم پدې ورځ غونډې او لاریونونه کوي.
ځنی سیاستوال د کارګرو او مهاجرینو د حقونو دپاره هم پدې ورځ غونډې او لاریونونه کوي.

په ۱۸۸۰ لسیزه کې، ډیر کوشش وشو چې د امریکا د کارګر زیار په رسمیت وپیژندل شي. هاغه وخت به یو کارګر د اونۍ شپږ ورځې او د ورځې ۱۲ ساعته په ډير کم مزد کار کاوه. حتی تر پنځه کلنو ماشومانو به یو وخت د فابریکو په بدرفتونو کې کار کاوه چې هیڅ صحي امتیازات ورته نه ورکول کیدل.

خو وروسته د امریکا هر ایالت، یو د بل پسې، داسی قوانین تصویب کړل چې یوه ورځ پکې مشخص شوه ترڅو د عامو کارګرانو د خدمت قدردانې وشي.

د ۱۸۸۴ کال د جون په څلورمه، کانګرس یو قانون تصویب کړ چې د هرکال سیپتمبر لمړۍ دوشنبې به د کارګر د ورځې په نوم لمانځي او پدې ورځ به ملي رخصتي وي.

په وروستیو کلونو کې، کارګري اتحادیې د خپلو غړیو په شمیر کې کموالې ویني، ځکه ټکنالوژۍ وده کړې او اقتصاد نړیوال شوی دی.

د ټکنالوژۍ د پرمختګ سره، په کارګري ټولنو کې شمولیت کم شوی دی.
د ټکنالوژۍ د پرمختګ سره، په کارګري ټولنو کې شمولیت کم شوی دی.

په هرصورت کې، هغه کارګرو چې به د تیرو لسیزو راهیسې يي د اتحادیو د مبارزو امتیازات ترلاسه کاوه، نن سبا د امریکا په ډیرو کاري ساحو کې د مشتري حیثیت موندلی چې د اونۍ په پنځه ورځې او د ورځې اته ساعته کار، صحي بیمه او د کارګرو دپاره با معاشه رخصتي پکې شامل دي.

د اتحادیو اکثریت غړي، چې یو وخت يي د همدې تحریک د پیلیدو په پړاونو کې د فابریکو په بدرفتونو کې کار کاوه، اوس محلي، ایالتي او فدرال حکومتونو ته رسمي او دفتري کارونه کوي.

د عمومي رخصتۍ د اصلي هدف ساتنې په هدف، د امریکا ځنی ښارونه لاهم د کارګرانو او د هغوئ د کورنیو د خوشحالۍ او درناوي په خاطر د سوداګرۍ او کارګري اتحادیو رسم ګذشت تنظیموي، میلې او جشنونه کوي.

د امریکا اکثریت کارګران پدې رخصتۍ ورځ کې د خپلو فامیلونو سره وخت تیروي، یا په انګړ کې کبابونه (بارباکیو) کوي، یا پارکونو او د سمندر غاړو کې ورځ تیروي.

د کارګر ورځ په امریکا کې د اوړي د پای ته رسیدو په نوم بلل کیږي، ځکه لدې ورځې وروسته اکثریت ښوونځي د اوړي د اوږدې رخصتۍ وروسته بیرته پرانستل کیږي.

XS
SM
MD
LG