د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د 'شنبې میندې' مظاهره بنده کړه


د تیرو ۲۳ کلونو راهیسې هره شنبې به د استانبول په تقسیم څلورلارې کې شمعې بلیدې.
د تیرو ۲۳ کلونو راهیسې هره شنبې به د استانبول په تقسیم څلورلارې کې شمعې بلیدې.

د تیرو درویشتو کلونو راهیسې هره شنبې په لسګونو خلک د استانبول په تقسیم څلورلارې کې شمعې بلوي، چُپ کیني او د هغو خپلوانو عکسونه ښکاره کوي چې د پولیسو په توقیف کې ورک شوي دي.

دغه مظاهره د 'شنبې میندې' په نوم یادیږي چې اکثریت میندې او نور کسان د خپلو ورکو شویو خپلوانو په اړه د عدالت او معلوماتو غوښتنه کوي.

په پام کې وه چې دا ډله د تیرې شنبې په ورځ (اګست۲۵) غوښتل د اوه سوم ځل دپاره خپله سوله ایز مظاهره وکړي، خو ترکیې پولیسو ورته وویل چې لدې وروسته يي دا مظاهره جواز نلري. ددی اطلاع وروسته مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او پولیس اوښکې بهونکې ګاز وکارو او په خلک يي په ربړي ګولیو وویشتل. پدې اخ و ډب کې د یوې دوه اتیاکلنې ښځې چې په ۱۹۹۵ کال کې يي د همدې اعتراض په لمړۍ مظاهره کې هم ګډون کړې و او د خپل ورک شوي زوی پوښتنه يي کوله، په شمول لسګونه کسان توقیف شوو.

د اګست په ۲۵، پولیس د مظاهره کوونکو سره په شخړه اخته شوو.
د اګست په ۲۵، پولیس د مظاهره کوونکو سره په شخړه اخته شوو.

​منتقدین وایي د شمعې بلولو د مظاهرې بندول د ناټو سازمان د غړي هیواد، ترکیې لخوا د استبدادي حاکمیت پر لور بل اقدام دی چې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په مشرۍ اخستل کیږي. د ترکیې د برحاله حکومت لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او د بیان پر أزادۍ د بریدونو او محدودیتونو له امله سختې نیوکې کیږي.

خو د ترکیې حکومت دا ډول مظاهرې د ترهګرۍ پټ ملاتړ ګڼي. د ترکیې د کورنیوچارو وزیر سلیمان سویلو د شنبې میندو د غونډې په اړه وویل چې دا مظاهره د کردانو د کارګر ګوند (پي.کی.کی) په نوم ډلې سره تړاو لري او لدې وروسته به د شمعې لګولو پروګرام ته اجازه ورنکړل شي. وزیر سلیمان سویلو وویل یو وخت پولیسو د همدغو میندو سره کمک کاوه چې شمعې بلې کړي او خپلې مظاهرې وکړي.

دا مظاهره د ۱۹۹۰ کلونو په ترڅ کې د هغو ورکو شویو او قرباني شویو کسانو سره د غمرازۍ او عدالت غوښتنې په مقصد کیږي چې د پولیسو په توقیف کې یا ورک دي یا وژل شوي دي.

د میندو شنبې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

د انقرې د بشري حقونو د ټولنې په وینا، د 1992 او 1996 کلونو تر منځ 792 کسان ورک شوي او د کردانو په سیمو کې د ډیرو وژنو راپورونه ورکړل شوي او د ګڼ شمیر ورکو او وژل شویو په اړه لا هیڅ راپور ندی ورکړل شوی.

کله چې د ٢٠٠٣ کال نه تر ٢٠١۴ کاله پوری رجب طیب اردوغان صدرعظم وو، دغه کسانو سره یې ژمنه وکړه چې د دوئ سره به مرسته وکړي او کوښښ به وکړي چې حقیقت پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG