د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د آن سان سوچي د استعفا غوښتنه کړې


ملګرو ملتونو ویلي د میانمار مشره آن سان سوچي باید د روهنګیايي لږکیو پر ضد د نظامي اقدام له امله استعفا ورکړي.

د ملګرو ملتونو څیړونکو په خپلو تازه څیړنو کې د میانمار پوځي چارواکي په دې هیواد کې د روهینګیايی مسلمانانو په نسل وژنه ، ځورونه او د بشر ضد نورو سرغړونو تورن کړي دي. د راپور په حواله، هغه پوځي عملیات کې د روهنګیايي یاغیانو د برید له امله پیل شول په بشپړ ډول بیځایه وو.

د بشري حقونو فعاله کری کنیډي وویل"موږ ډیرې بدې کیسې واوریدې. ګڼ شمیر میرمنو ویل چې د پوځیانو له خوا پرې جنسي تیری شوی. ماشومان لیدل کیدل چې اور ته اچول کیدل او د تیښتې پرمهال د پولیسو له خوا ویشتل کیدل ، فقط ویرونکي جنایات."

اما په ستیمسن سنټر کې د چین د پروګرام مسوله سن یون بیا بل ډول نظر لري:" زه وایم حقیقت تل د دواړو خبرو ترمنځ وي. که څه هم د ملګرو ملتونو څارونکي راخین ایالت ته نشوای تللی خو دوی په بنګله دیش کې ۷۰۰ زره روهنګیايي کډوالو لیدلی شوای.

له همدې امله کله چې تاسې راخین ته نشی تللی او له هیڅ خبر نه یاست نو ارزونه مو عادلانه نده. آنګ سان سوچي ظاهرا د یو لړ کورنیو سیاسي ملحوظاتو له امله نغواړي چې په دې اړه نظر ورکړي."

میانمار د ملګرو ملتونو هغه راپور چې پکې ددې هیواد د چارواکو د محاکمه کیدو غوښتنه شوې رد کړی دی.د امریکا په متحده ایالاتونو کې د میانمار سفیر یو اونګ لین وویل" موږ په هماغه لومړي سر کې د هغه پلاوي د څیړنو پایلې رد کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون له خوا ټاکل شوی وو. زه ویلای شم پوځیان هغه کار کوي چې باید یې د اصولو له مخې وکړي."

د میانمار حکومت ویلي دوی هر څه پر پولیسو او نظامي مرکزونو د بریدونو په غبرګون کې کړي او د ملګرو ملتونو راپور ځکه نه مني چې د ددې سازمان څیړونکي راخین ایالت ته نشوای تللی.

روهنګیايي کډوال وايي د دوی پر ضد تاوتریخوالي عمدي وو. یو روهنګیايي کډوال او مدني فعال کریم وايي:" دا د روهنګیايي وګړو پر وړاندې تعصب دی او دوی هڅه کوي چې روهنګیایان له میانماره وشړي."

د کډوالۍ محیطي زیانونه

روهنګیايي کډوال هره ورځ د بنګله دیش کوکس بازار ته نږدې د اخلي پخلي او نورو اړتیاوو لپاره کابو ۷۰۰ زره ټنه ونې غوڅوي. دې کار که څه هم خلک سخت اندیښمن کړي خو یو شمیر موسسې اوس هڅه کوي چې دې بیځایه شویو ته د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره لارښونې وکړې.

په بنګله دیش کې د روهنګیايی کډوالو له خوا د ځنګلونو د غوڅیدو له امله اوس د ځمکې د ښوویدو ویره هم زیاته شوې ده.مرستندویه ټولنې په تازه اقداماتو کې هڅه کوي چې په بنګله دیش کې روهنګیايي بیځایه شویو ته۲۰۰ زره کورونه جوړ کړي څو په نږدې وخت کې د چاپیریال د زیانمنیدو مخه ونیسي.

روهنګیايان د میانمار هغه مسلمان وګړي دي چې په بنګالي ژبه خبري کوي. یو کال وړاندې۷۰۰ زره روهنګیایان وروسته له هغه بنګله دیش ته کډوال شول د میانمار پوځیانو د هغوی په وژلو، ځورولو او د کلو په سوځولو پیل وکړ.

دا کډوال اوس هم په بنګله دیش کې په کمپونو کې اوسیږي او خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره شیبې شماري.

XS
SM
MD
LG