د لاس رسي وړ اتصالات

ملي ‌امنیت وايي د داعش قاضي القضات یې وژلی 


وايي وژل شوي کس د ملکیانو د وژلو فتواوې هم ورکړې دي
وايي وژل شوي کس د ملکیانو د وژلو فتواوې هم ورکړې دي

د افغانستان د ملي‌ امنیت ریاست وايي‌ چې په یو لړ پیچلیو عملیاتو کې د داعش د خراسان ډلې قاضي القضات عبدالله اورکزی یې وژلی دی.

د ملي امنیت ریاست د سه شنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری۲۸) په یوې اعلامیې کې د عبدالله اورکزي‌ د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو په مشخص ډول یې نه دي‌ ویلي چې هغه یې چېرته او کله وژل شوی دی.

اعلامیه وايي چې نوموړی د " ننګرهار په اچین او نازیانو کې د جګړې مشري کوله. همدغه راز یې د ډېرو بې ګناه ملکیانو په اړه فتواوې ورکړي چې د سر پرې کولو او د داعش جګړه مارانو ته د نیول شویو نجونو د نکاح کولو فتوا هم په کې شامله ده."

د افغانستان ملي‌ امنیت وايي چې څو ورځې مخکې د ننګرهار په محبس باندې برید هم عبدالله اورکزي د طالبانو په مرسته تنظیم کړی او پلان کړی و. په دغه برید کې د داعش او طالب جنګیالیو په ګډون لسګونه بندیان وتښتېدل.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي وو.

په اعلامیې کې راغلي دي چې عبدالله اورکزی د داعش د خراسان ډلې د استخباراتو د مشر اسدالله اورکزي مرستیال هم و.

د داعش ډله د ننګرهار په شینوارو کې ډېره فعاله وه چې افغان پوځ یې پر ضد عملیات پیل کړل، ډېر یې ووژل او سلګونه نور یې ونیول شول او یا وتښتېدل.

په نیول شویو کې یې ډېر پاکستانیان او ځینې عرب جنګیالي هم وو چې له خپلو ښځو او ماشومانو سره افغانستان ته راغلي وو.

تر دې دمه د داعش ډلې د خپل دغه مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG