د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو لپاره د مهاجرت ځانګړو ویزو د طی مراحل په چارو کې لږ ښه والی راغلی، راپور


سره لدې چې د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د طی مراحل د چارو د چټکوالي او ښه والي راپورونه ورکړي و، خو د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش څانګې په تازه راپور کې ویلي چې پدې برخې کې ډیر لږ ښه والی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست په راپور کې راغلي چې د کانګرس په پرله پسې غوښتنو دې ریاست د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې پخپل راپور کې ویلي و چې د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل نیټې، تصدیق کولو او راټولولو لپاره د قونسلي بیرو کړڼې نیمګړې وې.

د تفتیش دې ریاست د یادو شویو نیمګړتیاو د پوره کولو لپارهد قونسلي چارو ته درې وړاندیزونه کړي و او د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې یې هم ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت د ځآنګړو ویزو غوښتنلیکونو ته د رسیده ګۍ لپاره کافي مامورین نه درلودل او له همدې کبله د افغان متقاضیانو غوښتنلیکونه د ځنډ سره مخ شوي و.

تر دې وروسته د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نډ پرایس په یوې اعلامیي کې وویل، "د مامورینو شمیر مو ډیر کړی، د غوښتنلیکونو طی مراحل مو آسان کړي او د ټکنالوژۍ څانګه مو هم ښه کړیده".

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ویلي و چې د ځانګړو ویزو د طی مراحل د آسان کیدو لپاره به متقاضیان یوازې یوه فورمه ډکوي او دا یې هم ویلي و چې د دې بهیر د لا اغیزمنتوب لپاره یې پروګرامونه پیل کړي چې د خنډونو په لیرې کیدو او ډیر وخت نیولو ستونزې به پرې حل شي.

د کورني امنیت وزارت د تفتیش ریاست پخپل راپور کې دا هم ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان متقاضیانو د پیژندګلوۍ د مستند کولو لپاره متمرکز ډیټابیس نه درلود او تر ډیره یې په کمپیوټري سیستم اتکا درلوده.

دې ریاست ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري څخه د جولای تر میاشتې معلومه شوې چې د وړاندیزونو پر اساس د قونسلي چارو کړنې څه نا څه ښې شوې وې خو بیا هم دومره ښې نه وې چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو لپاره د افغانانو د غوښتنلیکونو راټولونه، د طی مراحل مودې او تصدیق برخې کې د آسانتیاوو سبب شي.

په راپور کې ویل شوي چې قونسلي چارو بیرو د اوسط د غوښتنلیکونو د طی مراحل د اوسط مودې د محاسبې لپاره معیاري کاري طرزالعمل جوړ کړی خو د بهرنیو چارو وزارت بیا هم د داسې لارو چارو څخه کار اخلي چې ډیرې نیمګړتیاوې لري.

د مهاجرت د ځانګړو ویزو د پروګرام له مخې د دې ویزو د غوښتنلیک د طی مراحل بهیر ۹ میاشتې وخت نیسي.

پدې راپور کې راغلي چې د ځینو اقداماتو سره سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لاهم د مهاجرت د ځانګړو ویزو لپاره د ګڼ شمیر افغانانو په غوښتنلیکونو کار ندی کړی.

د دې راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د مې تر میاشتې پورې ۶۱۸۸۸ غوښتنلیکونه چې افغانانو دې پروګرام ته سپارلي و، طی مراحل شوي ندي او ۳۲۵۰۰ داسې ایملونه هم شته دي چې هیڅ لوستل شوي ندي.

د تفتیش ریاست همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګیدو راپدیخوا د ځانګړو ویزو لپاره غوښتنلیکونه ډیر شوي او هغه ادارې چې دا غوښتنلیکونه طی مراحل کوي پخپلو کارونو کې شاته پاتي.

د بهرنیو چارو د تفتیش ریاست د اوسنیو نیمګړتیاوو او ستونزو په پام کې نیولو سره اړوندو ادارو ته ۹ نور وړاندیزونه کړي.

په وړاندیزونو کې راغلي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو د چارو جګپوړی همغږی کوونکی دې د قونسلي چار د بیرو، د افغانانو د ویزو ځانګړې څانګې، د ویزو د ملي مرکز او کانګریس ته په هرو څلورو میاشتو کې د راپور ورکولو د معلوماتو متخصصین دې د عملیاتو معیارې کړنې اصلاح کړي او د طی مراحل د مودې او راپور ورکولو لپاره دې ځانګړي طرزالعملونه او اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG