د پروان په ولایت کې سیمه ایزې سرچینو ادعا کړې چې طالبانو دوه ورځې دمخه ددغه ولایت د سیدخیل په ولسوالۍ کې د پخواني رژیم درې پوځي منسوبین د نیولو وروسته شکنجه کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
په دغه ولایت کې یو اوسیدونکي چې په راپور کې یې د خپل نوم د خپرولو څخه ډډه کړې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۶( سلواغې اووم) امریکا غږ ته وویل چې د سیداکبر، نورالرحمن او عبدالحکیم په نومونو دا کسان د سیدخیلو د ولسوالۍ د " چینکي بالا" د کلي اوسیدونکي وو.
ددغه اوسیدونکي د ادعا له مخې د طالبانو د حکومت د استخباراتو کارکوونکو ددغو دریو کسانو له ډلې دوه تنه د جمعې په ورځ د سیدخیلو په ولسوالۍ او یو بل تن په کابل کې د نیولو وروسته یو نامعلوم ځای ته انتقال کړي وو. ددغې سرچینې د ادعا پراساس ددغو قربانیانو خپلوانو د دغو دریو پخوانیو پوځي منسوبینو د نیولو کیدو دوه ورځې وروسته د هغوی مړي د کابل ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې موندلي وو.
ددغو قربانیانو خپلوانو ویلي چې دغو کسانو د پخواني رژیم په امنیتي ارګانونو کې کار کاوه او د پخواني رژیم له ړنګیدو وروسته یې کومه ځانګړې دنده نلرله او په خپل کلي کې په کر کیله کې بوخت وو.
یو پخواني افغان خبریال نورالله ولیزاده چې د همدې سیمې اوسیدونکی دی هم د خپل فیسبوک په پاڼه ددې پیښې په اړه لیکلي: " زمونږ په کلي کې (د سیدخیل ولسوالۍ چینکي بالا) کې نن ماتم دی. درې کسان پرته د هیڅ جرم څخه د حاکمې ډلې خوا تښتول شوي او په شهادت رسیدلي دي. هغوی پوځیان وو چې د تیر رژیم پر مهال یې د خلکو او هیواد څخه د دفاع او امنیت لپاره خدمت کاوه چې د درناوي او تقدیر مستحق وو".
ولیزاده ویلي چې دغو قربانیانو د خپلو کورنیو لپاره روزي ګټله او د هیڅ کومې ډلې سره یې اړیکې نلرلې.
امریکا غږ تراوسه په خپلواک ډول د طالبانو له خوا ددغو دریو پخواني رژیم د پوځي منسوبینو د وژل کیدو ادعا تائید او یا رد نه دی ترلاسه کړی.
د پخواني رژیم د اجرایه ریاست د رسنیو سلاکار حشمت الله رادفر هم د خپل فیسبوک پر پاڼه ادعا کړې چې دا درې پخواني پوځي منسوبین د پروان په ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د پروان په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تراوسه ددغې پیښې په اړه رسنیو سره د هرډول معلوماتو د شریکولو څخه ډډه کړې ده .
ځینو سیمه ییزو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا کسان " د طالبانو د مخالفو وسله والو سره د همکارۍ په تور" نیول شوي وو او د نیولو وروسته شکنجه شوي او بیا د مرمیو په ډزو سره وژل شوي دي.
دغو رسنیو ویلي چې د تیرو دریو ورځو په ترڅ کې د پروان په ولایت کې څو تنه نور هم د طالبانو د مخالفانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي او بیا وژل شوي دي. خو دا راپورونه هم لا ترلاسه په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ( یوناما) د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۳۱( لړم لسم) په یو راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخواني جمهوري رژیم د امنیتي ادارو د کارکوونکو په ګډون د کارکوونکو د نیولو، شکنجه کولو او د وژلو د دوام خبر ورکړی وو او پرې یې اندیښنه ښودلې وه.
دیوناما دا راپور چې د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ، اګست او سپټمبر میاشتو پیښو ته په کې ځای ورکړل شوی ویل شوي چې طالبانو په دغه موده کې د وژلو، په خپل سر نیولو او شکنجې شاوخوا ۴۰ پیښې ثبت کړي دي.
د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د پخواني جمهوري رژیم د پخوانیو کارکوونکو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د بخښنې د فرمان له مخې دا ډله هیڅ پخواني امنیتي منسوبین نه نیسي او نه یې هم شکنجه کوي او یا یې وژني.
فورم \ دبحث خونه