د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په سیمه ییزو ټاکنو کې د حجاب لرونکې کاندیدې ممانعت


د پاریس ښار د اپل برج مخ ته یوه سیلانۍ
د پاریس ښار د اپل برج مخ ته یوه سیلانۍ

د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرون واکمن ګوند یوه مسلمانه ددې ګوند په ټکټ په سیمه ییزو ټاکنو کې پدې خاطر له کاندیدیدو منع کړه چې د انتخاباتي مبارزې په یو عکس کې یې ټکری پرسر کړی دی.

د ښاغلي مکرون ګوند ویلي، د دوی موقف دادی چې په سیکولر فرانسه کې د انتخاباتي کمپاین په اسنادو کې د مذهبي سمبولونو ښکاره کولو ته ځای نشته. د ګوند سکرټر جنرال RTL رادیو ته ویلي چې «دغه ښځه به ددې ګوند کاندیده نه وي.»

د فرانسې قانون د انتخاباتي کمپاین په عکسونو کې حجاب او مذهبي سمبولونه ندي منع کړي. خو دا موضوع ښیي چې د فرانسې د راتلونکو جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه په نننۍ فرانسه کې د اسلام مسله څومره حساسه شوې ده، او دا ځکه چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي مکرون پر وړاندې عمده سیال سخت دریځه ښي اړخی ګوند دی.

ایمانویل مکرون چې د ۲۰۱۷ کال په انتخاباتو کې له بیا ټاکل کیدو وروسته د خپل ګوند په څو کلتوریزه او نژادي غنا باندې ویاړ کاوه، د فرانسې اساسي ارزښتونو او د جمهوریت د یووالي په وړاندې یې د اسلامي تجزیه پالنې د ګواښ په هکله خبرداری ورکړی دی.

د انتخاباتي کمپاین د پوستر پر سر خبرې وروسته له هغې پورته شوې چې د مارین لپن د ښي اړخه سخت دریځه ملي ګوند دوهمه درجه مشر ژاردن باردیلا د مسلمانې کاندیدې سارا زیماهي انتخاباتي تصویر په خپل پست کړ او ویې لیکل: «آیا دا هغه څه دي چې ته د جلاغوښتنې پر ضد مبارزه کوئ؟»

د ښاغلي مکرون د ګوند سکرټر جنرال په مستقیمه په ځپل ټویټر ولیکل چې دغه انتخاباتي پوستر [حجاب لرونکی عکس] باید لرې شي او که نه کاندیده سارا زیماهي به د ګوند ملاتړ له لاسه ورکړي.

د رویترز اژانس ندی توانیدلی چې د میرمن زیماهي او یا د هغې د همکارانو غبرګون ترلاسه کړي. د ښاغلي مکرون د ګوند یو چارواکي ویلي چې میرمن زیماهي به د ګوند په پریکړه خبره کړای شي.

ددې ګوند یو بل وکیل رونالد لیسکیو رویترز ته ویلي دي چې؛ «دا یوه چاودیدونکې موضوع ده. سیاسي اسلام یو واقعت دی، دا په ځینو شاوخوا ځایونو کې یو څپاند ګواښ دی او مونږ باید ډیر جدي اوسوو.»

XS
SM
MD
LG