د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجر نړیوال کانګرس پر پاکستان د مرستو بندول غواړي


د مهاجر د نړیوال کانګرس غړو په واشنګتن کې امریکايي چارواکو ته خپلې غوښتنې وسپارلې
د مهاجر د نړیوال کانګرس غړو په واشنګتن کې امریکايي چارواکو ته خپلې غوښتنې وسپارلې

د مهاجرو نړیوال کانګرس د امریکا له کانګرس نه په کلکه غوښتي چې پاکستان ته د متحده ایالاتو ټولي پوځي او غیر پوځي مرستې بندې کړي.

دغه کانګرس په دې اړه د چهارشنبې په ورځ - نومبر اتم- د امریکا د کانګرس استعماعیه غونډې ته خپل رسمي یادښت وسپاره چې په ۲۰۱۸ کال کې یې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د مرستو څرنګوالی او ځانګړي کول څېړل.

د مهاجرد نړیوال کانګرس پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلیس او د کانګرس د مالي کمېټې له غړو سره هم ولیدل او خپلې غوښتنې یې وروسپارلې.

د مهاجرو د نړیوال کانگرس اعلامیه وايي چې پلاوي یې امریکايي چارواکو ته وویل "آی اس ای په سیمه کې ترهګر او افراطیان پالي" او مرسته ورسره کوي. همدغه راز د پاکستان د پارلمان رنجرز ځواکونه له مهاجرو سره بد چلند کوي".

دوی وايي پاکستان له یوې خوا ځان د نړیوال تروریزم سره د مبارزې برخه ګڼي او له بلې خوا بیا په خپلې خاورې کې مهاجر او بلوڅ ځپي او مذهبي او سیاسي حقونه یې نه مني. وايي پاکستان دا اقلیتونه تښتوي، شکنجه کوي، وژني یې او تري تم کوي یې.

د دوې لویه غوښتنه دا ده چې ولې د امریکا د خپلو مالیه ورکوونکو پېسې دې داسې یو هېواد ته ورکړي چې ترهګر پالي، سیاسي او مذهبي اقلیتونه ځپي. په اعلامیې کې راغلي چې په دې کارسره به " پاکستان ته یو ښکاره پیغام ورسول شي چې نور یې له امریکا سره د دوه مخیتوب سیاست ورځې ختمې دي".

د مهاجر نړیوال کانګرس له امریکا وغوښتل چې په جنوبي اسیا کې د مهاجرو حقونه وساتي او پر پاکستان دې ټولې مرستې بندې کړي. د مهاجر نړیوال کانګرس د بشري حقونو د دفاع یوه ټولنه ده چې په خبره یې په پاکستان کې د شاوخوا ۷۰ میلیونه مهاجرو استازیتوب کوي.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې تګلارې کې پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو په ضد رښتیني ګامونه واخلي او ترهګرو ته دې په خپلې خاورې کې پنا ورنکړي.

امریکا هرکال له پاکستان سره میلیونونه پوځي او غیر پوځي مرستې کوي. په ۲۰۱۶ کال کې د اوباما ادارې پاکستان ته د ۲۰۱۷ کال لپاره د ۸۶۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه، خو د ولسمشر ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې پر پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالرمرسته کموي، دا مرستې د هغو ۸۰۰ میلیونه ډالرو یوه برخه وه چې امریکا یې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره ورکوي.

ویل کیږي چې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا امریکا پاکستان ته شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر ورکړي چې له تروریزم سره مبارزه وکړي.

تر دې مخکې امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم کمې کړې وې او له پاکستان سره یې د اف-۱۶ جټ الوتکو د پلورلو قرارداد هم فسخه کړ. داسې ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې له اسلام اباد سره د واشنګټن مرستې په بیساري ډول کمې شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG