د لاس رسي وړ اتصالات

المپیک: نښه ویشتونکی مهدي یاوري د سیالیو دوهم پړاو ته ونه رسید


د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټه وايي چې د نښه ویشتنې ملي لوبغاړی مهدي یاوري​ د توکیو ۲۰۲۱ اولمپیک لوبو کې د مډال ګټلو نه محروم شو.

د دغې کمیټې ویاندې نن یکشنبه جولای ۲۵ (زمری درېمه) امریکا غږ ته وویل چې مهدي یاوري لږې نمرې واخیستلې او راتلونکي پړاو کې د لوبېدو نه پاتې شو.

د نښه ویشتې سیالۍ
د نښه ویشتې سیالۍ

بنفشه فیضي وویل: "په لومړۍ لړۍ کې تر ټولو لوړه نمره ۶۳۲ وه خو مهدي یوازې ۶۰۱ نمرې وګټلې او له نورو وروسته پاتې شو."

مهدي یاوري د لوبې وروسته وویل: "په خواشینۍ سره وایم چې نن زما لپاره ښه ورځ نه وه. که څه هم ما ښه چمتوالی درلوده خو په دې لوبو کې پاتې راغلم. کوښښ کوم چې راتلونکو لوبو ته نور هم ښه چمتوالی ولرم."

د المپیک د ملي کمیټې د معلوماتو پر بنسټ د نښه ویشتې په دغې سیالۍ کې د بېلابېلو هېوادونو نه ۴۷ لوبغاړو سره سیالي وکړه چې ۸ تنه یې فاینل ته ووتل.

مهدي شجاعي یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د لس متر واټن نښه ویشتنې برخې کې د افغانستان په استازیتوب ولوبېده.

له دې برسېره څلور نور ملي لوبغاړي به په ټکوانډو، لامبو او د سلو مترو واټن منډې برخو کې د افغانستان په استازیتوب په راتلونکو ورځو کې ولوبیږي.

XS
SM
MD
LG