د لاس رسي وړ اتصالات

روسي ځواکونو پر کیف فشار زیات او د ماریوپول ښار یې محاصره کړی 


د ستلایت په واسطه اخیستل شوی تصویر
د ستلایت په واسطه اخیستل شوی تصویر

روسي ځواکونو د شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) پر کیف فشار نور هم زیات کړی او د اوکراین په نورو سیمو کې يې پر ملکي ساحو بریدونه کړي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې روسي ځواکونو په مایکولایف ښار کې په یو روغتون او په ماریدپول بندري ښار کې چې د دوو اونیو راهیسې تر محاصرې لاندې دی په یو جومات بریدونه کړي دي.

همداشان نن د شنبې د ورځې په سهار روسي ځواکونو د اوکراین د پلازمینې په ۴۰کیلومترۍ کې په واسیلکیف ښار کې یو هوایي ډګر ویجاړ کړی او د تیلو یوه ذخیره یې ویشتلې او ددې ښار د ښاروال په وینا دغې ذخیرې اور اخیست دی.

په عین حال کې د ایرپن او بوچا په ګډون د کیف شمال لویدیځې څنډې د څو ورځو راهیسې د روسي ځواکونو له لورې تر بمبارد لاندې دي.

د اوکراین جنوبي بندري ښار ماریوپول ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا په وینا د «ځمکې په کره کې تر ټولو خورا سخت بشري ناورین سره مخامخ دی»، په تیرو ۱۲ ورځو کې په کې څه دپاسه ۱۵۰۰ ملکي وګړي مړه شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مارچ ۱۲همداشان وویل چې روسي ځواکونو په ماریوپول ښار کې یو جومات باندې ډزې کړي چې ۸۰ تنو ملکیانو په کې پناه اخیستې وه، خو ددغه برید تلفاتو په اړعه یې څه ندي ذکر کړي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې ۲،۵ میلیون اوکراینیان مهاجر شوي دي چې اکثریت یې په پولنډ کې دي. دا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د اروپا د مهاجرت تر ټولو سخت کړکیچ دی.

د زیلینسکي غوښتنه او د لویدیځ دریځ

پداسې حال کې چې روسیې بمبارۍ ته زور ورکړی او د مسکو او کیف ترمنځ خبرې په ظاهره کومه نتیجه نه لري، د ناټو تړون څخه د اوکراین د ولسمشر ولادیمر زیلینسکي د مداخلې غوښتنه د ناهیلۍ سره مخامخ شوې

واشنګټن او اروپایي ټولنې اوکراین ته پیسې او پوځي مرستې استولي. خو د امریکا ولسمشر جو بایډڼ د جمعې په ورځ یو ځل بیا د اټومي ځواک لرونکي روسیې په وړاندې پوځي اقدام رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا کار به د «دریمې نړیوالې جګړې» سبب شي.

ددې پر ځای واشنګټن د روسیې په مات اقتصاد باندې نور بندیزونه هم ورزیات کړل.

په جګړه کې د روسي ځواکونو تلفات

ښاغلي زیلیسنکي په یو ویدیویي پیغام کې د روسي میندو غوښتي چې اجازه ورنکړي چې اولادونه یې بهرنۍ جګړې ته واستول شي.

زیلینسکي ویلي چې څه دپاسه ۱۲زره روسي ځواکونه پدې یرغل کې وژل شوي دي. متحده ایالات دغه شمیر د ۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې اټکل کوي، پداسې حال کې چې د مسکو رسمي شمیرې وایي ۴۹۸ سرتیري یې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG