د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د پوځ په یو مرکز د روسیې په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي 


دا د پېښې تصویر نه دی، د روسیې د برید یو بل پخوانی تصویر دی
دا د پېښې تصویر نه دی، د روسیې د برید یو بل پخوانی تصویر دی

په اوکراین کې مقامات وايي چې د روسیې د ځواکونو په یو هوايي برید کې یې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي ‌او څه باندې ۱۳۰ نور یې ژوبل شوي دي.

برید نن یکشنبه مارچ ۱۳ (کب۲۲) د اوکراین په ختیځ ښار «لفیف» کې شوی دی. دا ښار له پولنډ سره په پوله پروت دی.

د لویو د سیمه ایزې ادارې مشر ماکسیم کوزیتسیکي وویل: «د امنیت او سوله ساتنې په نړیوال مرکز باندې هوایي برید شوی. زه باید دا اعلان وکړم چې له بده مرغه په دغه برید کې موږ ډېر اتلان له لاسه ورکړي: ۳۵ تنه وژل شوي دي.» نوموړي د خپل فیسبوک له دغه پوست لږ وروسته په تیلیګرام کې ولیکل چې په دې برید کې «څه باندې ۱۳۴ نور سخت ژوبل شوي دي‌ چې پوځي روغتون» ته انتقال شوي دي.

نوموړي ویلي دي چې په مرکز کې لګېدلي اور مړ شوی دی او کارپوهان د توغندي پاتې شونې ازمايي. د روزنې په دغه مرکز کې د امریکا او کاناډا د روزونکو په ګډون یو شمېر بهرني‌ ښوونکي او روزونکي وو او دا د اوکراین او ناټو د ګډو تمرینونونه مرکز بلل کېده.

د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف وویل: «بهرنیو ښوونکو هلته کار کاوه.» خولا معلومه نه ده چې هغوی د برید په مهال هلته وو که نه وو.

بهرني ځواکونه په اوکراین باندې د روسیې تر یرغل دوې ورځې مخکې له دغه هېواد څخه ووتل. د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ په ۱۲ نېټه اعلان وکړ چې خپل ۱۵۰ ښوونکي یې له اوکراین څخه واېستل.

د فرانسې خبري‌ اژانس وايي چې د اوکراین د دفاع وزیر «دا برید د اروپايي-ناټو سرحد سره نژدې په سولې او امنیت باندې د نوي‌ ترهګریز برید په توګه وغنده» او غوښتنه یې وکړه چې باید د اوکراین هوايي حریم ممنوع الپرواز شي او «د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات» وشي.

د اوکراین چارواکي وايي روسۍ الوتکې د تورې بحېرې او ازوف سمندر څخه میزایل توغوي.

په همدې حال کې امریکا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د اضافي پوځي وسایلو نوې مرسته اعلان کړه او روسیې هم خبرداری ورکړ چې ځواکونه یې اوکراین ته د لویدیځ انتقالېدونکي اکمالات په نښه کولای شي.

بل لوري‌ ته د اوکراین په ختیځ کې د «ایوانو-فرانکیفسک» ښاروال په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د دوی په هوايي ډګر برید شوی دی.

هغه لیکلي «زمونږ سهار په ایوانو-فرانکیفسک کې په چاودنو پيلیږي. دا په فرانکیفسک کې درېیمه چاودنه ده. دوی هوايي ډګر وېشتلی.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی چې له کبله یې زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي او تر دوه نیم میلیون زیات اوکراینیان کډوال شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG