د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړه؛ د فرانسې او جرمني مشرانو د پوتین سره خبرې کړي 


اوکرایني مهاجر
اوکرایني مهاجر

د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د اروپایي مشرانو د هڅو په ترڅ کې نن د شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظم د روسي له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

کریملین ویلي دي چې د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه درې اړخیزه ټیلیفوني مکالمه کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتس ته د مسکو او کیف ترمنځ د خبرو د وضعیت په هکله معلومات ورکړل.

کریملین زیاته کړې چې ښاغلي پوتین همداشان په اوکراین کې د بشري وضعیت په هکله ددغو دوو مشرانو اندیښنو ته ځواب ووایه.

د کریملین اعلامیه کې د مسکو او کیف د خبرو د جزییاتو په اړه څه ندي ویل شوي چې په بیلاروس کې روانې دي.

روسي ځواکونو د فبرورۍ د میاشتې په ۲۴ پر اوکراین یرغل وکړ؛ هغه یرغل چې د لویدیځ له سخت غبرګون سره مخامخ شو او پر روسیې یې پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول.

د جمعې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې په خبرو کې «مطمینا مثبت بدلونونه» رامنځته شوي، خو په اړه یې جزییات څرګند نکړل.

د کریملین اعلامیه وایي چې مکرون او شولتس د بشري حالات موضوع یاده کړه، خو پوتین یې په مقابل کې د اوکرایني ځواکونو له لورې د بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه ذکر کړل. خو په اعلامیه کې ددغو تورونو په اړه شواهد ندي ذکر شوي.

کریملین ویلي چې دغو دریو مشرانو موافقه وکړه چې تماس جاري وساتي.

دا پداسې حال کې دي چې روسي ځواکونو د شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) پر کیف فشار نور هم زیات کړی او د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې روسي ځواکونو په مایکولایف ښار کې په یو روغتون او په ماریدپول بندري ښار کې چې د دوو اونیو راهیسې تر محاصرې لاندې دی په یو جومات بریدونه کړي دي.

همداشان نن د شنبې د ورځې په سهار روسي ځواکونو د اوکراین د پلازمینې په ۴۰کیلومترۍ کې په واسیلکیف ښار کې یو هوایي ډګر ویجاړ کړی او د تیلو یوه ذخیره یې ویشتلې او ددې ښار د ښاروال په وینا دغې ذخیرې اور اخیست دی.

پداسې حال کې چې روسیې بمبارۍ ته زور ورکړی او د مسکو او کیف ترمنځ خبرې په ظاهره کومه نتیجه نه لري، د ناټو تړون څخه د اوکراین د ولسمشر ولادیمر زیلینسکي د مداخلې غوښتنه د ناهیلۍ سره مخامخ شوې

واشنګټن او اروپایي ټولنې اوکراین ته پیسې او پوځي مرستې استولي. خو د امریکا ولسمشر جو بایډڼ د جمعې په ورځ یو ځل بیا د اټومي ځواک لرونکي روسیې په وړاندې پوځي اقدام رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا کار به د «دریمې نړیوالې جګړې» سبب شي.

ددې پر ځای واشنګټن د روسیې په مات اقتصاد باندې نور بندیزونه هم ورزیات کړل.

XS
SM
MD
LG