د لاس رسي وړ اتصالات

د ملالې بنسټ: افغانستان کې د جنسیت پر اساس تبعیض د رسمیت پیژندلو هڅه کوو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملالې بنسټ چې په ټوله نړۍ کې د نجونو له زده کړو ملاتړ کوي وايي چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د مدافعانو په ملاتړ په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د رسمیت پیژندلو لپاره هڅې کوي.

د مارچ اتمې د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په درشل کې د ملالې بنسټ ویلي چې د جنسیت پربنسټ تبعیض هغه مهال پیښیږي چې قوانین، احکام او سیاستونه نجونې او ښځې په ټولنه کې د عام ژوند څخه محرومې کړي.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې طالبانو له ۸۰ څخه زیاتې لارښوونې او فرمانونه خپاره کړي چې له امله یې میلیونونه نجونې له خپلو حقونو او کرامت څخه محرومې شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " دا ځپوونکی نظام د جنسیت پر بنسټ تبعیضي نظام دی ... دا یو سیستم دی چې د ظلم او ستم د ساتلو په هدف بنسټیز شوی، چې د یوې جنسیتي ډلې سلطې په ترلاسه کولود بلې ډلې پر وړاندې عمل کوي. د ملالې بنسټ افغان فعالانو، حقوق پوهانو او د بشري حقونو ملاتړو سره یوځای شوی ترڅو د نړۍ له مشرانو وغواړي چې دا کړنې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپیژني".

ددې اعلامیې له مخې په افغانستان کې نن ورځ نجونې نشي کولی د منځنۍ دورې ښوونځیو ته لاړې شي یا په ځانله سر کار وکړي او یا هم له کوره بهرته ووځي.

د ملالې د بنسټ د وینا پراساس په داسې حال کې چې تبعیض د بشریت پروړاندې د جنایت په توګه پیژندل کیږي " جنسیت" په رسمي ډول تعریف شوی نه دی او د همدې له امله افغان میرمنې او نجونې د طالبانو د جنایاتو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره هیڅ قانوني لار په مخ کې نلري.

دغه بنسټ ویلي: " اوسمهال ملګري ملتونه د بشري جنایاتو پر وړاندې د معاهدې په نوې مسودې باندې غورکوي. دا بحث د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په شپږمه غونډه کې پلان شوی دی. د ملالې بنسټ د ګډون کوونکو د هیوادونو د مشرانو څخه ملاتړ کوي تر هغې چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض ... په اړوند نړیوال قوانین تدوین کړي".

ددغه بنسټ په باور دا ډول اقدام به قربانیانو او نړیوالې ټولنې ته ددې اجازه ورکړي ترڅو طالبان او هغه کسان چې هغوی سره مرستې کوي د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د سرغړونو په برخه کې مسوول وګڼي.

د ملالې بنسټ نوښت

ملالې بنسټ د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د پای ته رسولو په تړاو د غورځنګ د چارو د پرمخ وړلو لپاره او د افغان نجونو سره د مرستې لپاره سحر حلیمزۍ د افغانستان د نوښت د مشرې په توګه ګمارلې ده.

سحر د بشري حقونو مدافع او افغان الاصله بریتانوي لیکواله ده چې د ملالې د بنسټ سره د تیرو ۱۵ کلنو راهیسې د کار سابقه لري.

سحر حلیمزۍ ویلي چې د ملالې د بنسټ هدف د بشریت پر وړاندې په کنوانسیون کې د جنسیت پربنسټ تبعیض ته په ځای ورکولو سره د یوې حقوقي نړیوالې سابقې په رامنځ ته کولو او انساني کرامت ساتنې پر وړاندې ځواب ویلو ته د زمینې برابرول دي.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

خو دغه حکومت شاوخوا ۹۰۰ ورځې کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو یې غوښتي چې دا ډول کړنې ژرترژره بندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG