د لاس رسي وړ اتصالات

د قران د نسخې له سوځول کېدو وروسته فنلنډ وایي د سویډن پرته ناټو کې د غړیتوب هڅه کوي 


د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو 
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو 

فنلنډ د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) د لومړي ځل لپاره وویل چې له سویډن پرته په ناټو کې د شاملیدو په اړه غور کوي، ځکه چې د ترکیې ضد مظاهرو په وجه د سویډن د غړیتړب پر وړاندې د انقرې مخالفت نور هم جدي شویدي.

فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او تیر کال د سویډن سره یو ځای پر اوکراین باندې د مسکو د پوځي یرغل وروسته له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. دې دواړو هیوادونو پدې کار سره د لسیزو راهیسې د خپل پوځي ناپیلتوب پالیسي پای ته ورسوله.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو د یول په نامه خپرونې ته وویل: "موږ باید د وضعیت ارزونه وکړو چې ایا داسې څه پیښ شوي چې په اوږد مهال کې به د سویډن د پرمختګ مخه ونیسي."

هغه زیاته کړه چې که څه هم "دا لا وختي دی چې اوس په دې اړه دریځ غوره کړو" او په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن سره ګډ غوښتنلیک لا هم "لومړی انتخاب" دی.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې هغه "د فنلنډ سره په تماس کې دی ترڅو ومومي چې دا [څرګندونې] واقعا څه معنی لري".

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر هاویستو وروسته په یو خبري کنفرانس کې خپل نظر روښانه کړ او وویل چې هغه نه غواړي یوازې د فنلنډ په غړیتوب فکر وکړي "ځکه چې داسې ښکاري چې دواړه هیوادونه پرمختګ کوي" او د دواړو هیوادونو په ګډ غوښتنلیک ټینګار کوي.

خو زیاته یې کړه چې "البته، زموږ په ذهن کې دا ګرځي چې، موږ د مختلفو نړیو په اړه فکر کوو چې کیدای شي ځینې هیوادونه د تل لپاره له غړیتوب څخه منع شي."

ډنمارکي – سویډني ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمینه کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړ چې د انقرې او یو شمېر نورو مسلمانو هیوادونو غوسه یې راپارولې ده.

د پالودان د اقدام په غبرګون کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل چې سویډن باید د ناټو لپاره له موږ څخه د ملاتړ تمه ونه کړي.

اردوغان وویل: "روښانه ده، هغه کسانو چې زمونږ د هیواد د سفارت مخې ته دا ډول سپکاوی وکړ نور نشي کولی د ناټو د غړیتوب لپاره د دوی د غوښتنلیک په اړه زمونږ څخه د خیر تمه وکړي."

دا پداسې حال کې دي چې د شنبې په ورځ ناوخته، د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن په سټاکهولم کې د قران کریم سوځول "ژوره بې احترامي" وبلله او په ټویټر کې ولیکل چې: "د بیان ازادي د دموکراسۍ بنسټیزه برخه ده. خو هغه څه چې قانوني وي لازمي نه وي مناسب وي. د کتابونو سوځول چې د ډیرو لپاره سپیڅلي دي د ژورې بې احترامي عمل دی."

هغه زیاته کړې چې: "زه غواړم د ټولو مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګند کړم چې نن د هغه څه په خاطر چې په سټاکهولم کې وشول خپه شوي دي."

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر هاویستو وویل چې د ترکیې ضد لاریونونو "په څرګنده توګه د فنلنډ او سویډن لخوا د شمالي اتلانتیک په نظامي تړون کې د شاملیدو د غوښتنلیکونو د پرمختګ مخه نیولې ده".

هغه زیاته کړه: "زما ارزونه دا ده چې دا به یو ځنډ وي چې یقینا به د می په نیمایي کې د ترکیې تر ټاکنو پورې دوام وکړي."

سویډن، د خپل ګاونډي هیواد فنلنډ سره یوځای د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې رضایت ته اړتیا لري. په ناټو کې د غړیتوب لپاره باید ددې تړون ټول غړي هیوادونو د یو هیواد غوښتنلیک ومني، خو که یو غړی هیواد هم مخالفت ولري غوښتنلیک تصویب کیدای نشي.

انقره وايي پدې هکله هر ډول پرمختګ د سویډن په اقداماتو پورې اړه لري چې هغه کسان ترکیې ته وسپاري چې په ترهګرۍ او یا د اردوغان په وړاندې د ۲۰۱۶ په کودتا کې برخه اخیستې تورن دي.

ترکیه استدلال کوي چې سویډن د هغو کردانو د ورسپارلو په اړه کافي کار نه دی کړی چې انقره ورته د "ترهګرو" په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG