د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پر حضور د اسپر ټینګار


د امریکا دفاع وزیر وايي، تر څو چې دا ډاډ تر لاسه نشي چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو لپاره په خوندي ځای نه بدلیږي په دغه هیواد کې به امریکايي سرتیري حضور ولري.

مارک اسپر د جمعې په ورځ د «ډسمبر پر ۲۰مه» د امریکا د وسله وال پوځ د عمومي لوی درستیز مارک میلي سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور لري، ترڅو دغه هیواد د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نشي.

ښاغلي اسپر وویل: "موږ په افغانستان کې ماموریت لرو، چې دغه هیواد د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نشي، ترڅو چې د دغه ماموریت د پای ته رسېدو په اړه ډاډ تر لاسه نه کړو، د دغه کار لپاره به په افغانستان کې حضور ولرو."

د امریکا د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز هم په دغه غونډه کې وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل هدف پر بریالتوب سره تعقیب کړی دی او د سپټمبر د ۱۱ په شان بریدونو مخه یې نیولې ده.

ښاغلي میلي یو ځل بیا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور رد کړ ، چې ویلي و، امریکايي چارواکو په افغانستان کې د تېرې ۱۸ کلنې جګړې په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړي دي.

خو نوموړي له دې سره سره زیاته کړه، چې نظامي فشارونه سولې ته د رسېدو اساسي حل لاره نه ده.

دغه امریکايي چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د یو شمېر امریکايي چارواکو په وینا ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ په نژدې راتلونکي کې له افغانستان څخه د څه باندې ۴زره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

له بل اړخه تېره اونۍ یو ځل بیا په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې، چې تر دا مهاله یې لا جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال ویلي، چې د سولې په خبرو کې مهم پړاو ته رسېدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پرون پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه تر موافقې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

XS
SM
MD
LG