د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستانه د ۴ زره سرتېرو د ایستلو اعلان کوي ـ امریکايي مقامات


په افغانستان کې امریکایي سرتیري
په افغانستان کې امریکایي سرتیري

د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په پام کې لري، چې د راتلونکي اونۍ په لومړیو کې له افغانستان څخه د څلورزره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت درې تنو اوسنیو او پخوانیو مقاماتو له " این بي سي" خبري شبکې سره مرکه کې دغه څرګندونې کړي، خو د دغو څلور زره امریکايي سرتېرو د ایستلو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

اوس مهال په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۲زره څخه تر ۱۳زرو پورې رسېږي.

دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو بهیر به په څو پړاونو کې تر سره شي، چې څو میاشتې وخت به ونیسي.

د دغو امریکايي چارواکو د وو تنو په حواله د امریکايي سرتېرو د ایستلو لړۍ په دوه ډوله تر سره کېږي: په افغانستان کې د خدمت مودې د پای ته رسېدو څخه مخکې د یو شمېر سرتېرو ایستل او بل کوم سرتېري چې ایستل کېږي، پر ځای به یې تازه دمه سرتېري نه ځای پر ځآی کېږي.

له افغانستان څخه د څلور زره امریکايي سرتېرو په ایستلو سره په دغه هېواد کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېر له ۸زرو څخه د ۹ زرو ترمنځ ته ورسېږي، چې له «این بي سي» خبري شبکې سره د یو امریکايي مقام په وینا په دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر حد اقل ته ورسېږي، تر څو له طالبانو سره د سولې بریالۍ خبرې تر سره شي.

خو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو سرتېرو له خپرې کړې اعلامیې داسې ښکاري چې تر دا مهاله یې د سرتېرو د کمولو په اړه کوم امر نه دی تر لاسه کړئ.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"موږ له قاطع ملاتړ ماموریت او افغان شریکانو سره د خپل ماموریت پر مخ وړلو لپاره کاملاً ژمن پاتې کېږو،زموږ تمرکز پر کلیدي اهدافو دی، هغه دا چې تر څو دا ډاډ تر لاسه شي، چې افغانستان نور د نړیوالو تروروستانو په مرکز نه بدلېږي، چې له امله یې امریکا او شریکانو ته یې ګواښ پېښ کړي."

له افغانستان څخه د څلور زرو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه یاد خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره اونۍ تر درې میاشتنۍ وقفې وروسته په دوحه کې د امریکايي اوطالب استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم تېره میاشت افغانستان ته د خپل سفر پرمهال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمول تائید کړي و.

XS
SM
MD
LG