د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف لور د فساد په تور ونیول شوه


مریم نواز د فساد په تور نیول شوې ده
مریم نواز د فساد په تور نیول شوې ده

پاکستاني چارواکي وایي د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور "مریم نواز" یې د فساد په تور نیولې ده.

پولیسو هغه د پنجشنبې په ورځ (اګست۸) د لاهور په ښار کې ونیوله. تر مریم وړاندې د هغې پلار "نواز شریف" هم د فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی او زنداني شوی دی.

د عمران خان په حکومت کې دا د نواز شریف د کورنۍ یوه تر ټولو لوړ پوړې سیاستواله ده چې نیول کیږي.

د هغې په نیول کېدو سره د پاکستان په پارلمان کې ځینو سیاسي ډلو اعتراضونه هم وکړل. د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پارلمان له غونډې احتجاجآ ووت. هغه وویل "نن په نوي پاکستان کې مېرمن نواز له کوم دلیل پرته نیول کیږي، زه له دغې خونې (پارلمان) نه وځم."

د مریم نواز تر نیول کيدو مخکې د پاکستان حکومت د دغه هېواد د مالیې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل په کور کې نظر بند کړی و. تېره میاشت د پاکستان مخکنی صدراعظم شاه خاقان عباسي او همدغه راز پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم د فساد په تور نیول شوي وو.

همداراز د نواز شریف ورور شهباز شریف هم د فساد له یو لړ تورونو سره مخامخ دی.

په پاکستان کې فساد یوه لویه ستونزه بلل کیږي او اوسني لومړي وزیر عمران خان د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د فساد ضد کلکې مبارزې ژمنې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان اقتصاد تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او مخ په ځوړ دی.

XS
SM
MD
LG