د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د روسانو له شړلو وروسته په ایزیوم کې ډله ایز قبر موندل شوی


تصویر ارشیف
تصویر ارشیف

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي چې له روسي ځواکونو څخه د ایزیوم سیمې له نیولو وروسته یې دغلته یې یو ډله ایز قبر موندل شوی دی.

راپورونه وايي چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په ښار کې د ۴۴۰ کسانو یو ډله ایز قبر موندل شوی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږې۲۴) وویل: «موږ غواړو نړۍ پوهه کړو چې روسي یرغلګرو څه کړي‌ دي.»

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په سیمه کې یو پولیس افسر سرګي بوتوینوف سکای نیوز ته وویل چې په ایزیوم کې د شاوخوا ۴۴۰ قبرونو یو ځای موندل شوی دی.

نوموړي‌ وویل چې ځینې خلک په ډزو وېشتل شوي او ځینو نورو د توغندیو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ولسمشر زیلیسنکي د ایزیوم ښارګوټی د بوچه او ماریوپول له ښارګوټو سره پرتله کړ،‌ دا دوه ښارګوټي په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د قساوت او تربګنۍ مثالونه بلل کېږي.

ښاغلي زیلینسکي وویل: «روسیې هر چېرته وژنې کړي او باید ځواب ووايي. نړۍ باید له روسیې سره د دغې جګړې په اړه حساب او کتاب وکړي. موږ به هر هغه څه کوو چې کولای یې شوو.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پيل کړ او یو شمېر سیمې یې ونیولې خو په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو تهاجي بریدونه پیل کړي‌او یو شمېر سیمې یې بېرته نیولي‌دي.

XS
SM
MD
LG