د لاس رسي وړ اتصالات

که د ژوند غوښتنه جرم وي نو ټول پښتون قام ونیسئ -منظور پښتین


د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د احتجاج کونکو نه مننه کړیده او ویلي یې دي چې تر څو د پښتنو ضد دغه تشدد نه وي ختم شوی، هغوي به احتجاجونو ته دوام ورکړي.

پښتین په خپل فیس بک په یوې نوي ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې او تراوسه شاوخوا ٥ زرو کسانو شریکه کړې ده، ویلي چې د هغې نه وروسته چې دوي په پښتنو د ظلم ضد احتجاجونه پیل کړیدي د هغوي په ملگرو، ملاتړو او د غورځنگ په فعالینو فشار زیات شویدی.​ هغه وویل چې که د خپل ژوند غوښتنه جرم وي نو ټولو پښتنو دغه جرم کړیدی، باید پاکستان ټول پښتون قام ونیسي.

ښاغلي پښتین د خپلو ملاتړو نه وغوښتل چې پدې نه خپه کیږي چې پاکستاني رسنۍ یې احتجاجونه نه خپروي. هغه وویل زمونږ غورځنگ به بیا هم جاري وي. "دا چې پاکستاني رسنیۍ زمونږ احتجاجونه ولې نه خپروي، په دی سوچ وکړئ، دلته ستاسو لپاره په رسنیو کې ځاې نشته، ژوند خو پریږده. دوي زمونږ د امن د غوښتنې په ضد ولاړ دي."

ښاغلي پښتین هغه ټول ملگري ونومول چې د پاکستان د ادارو لخوا د احتجاجونو له کبله ځورول شویدي. هغه وویل

"هغه کارکونکي چې د امنیت لپاره کوښښونه کوي، په هغوي فشار زیات شویدی. ځینې کسان یې ویرولي. په چمن کې یو ملگری ونیول شو او یو بل ملگری یې د کاره ایسته کړیدی،"

منظور پښتین وویل چې پاکستان ورسره مدام دهوکه کړیده. "په واڼا کې یو احتجاجي غونډه وشوه، د هغې نه وروسته یې په دغه سیمې کې ټیلفونونه بند کړل. چارواکو زمونږ ملگرو ته وویل چې مذاکراتو ته حاضر شي سردار عارف چې مذاکراتو ته وراغی نو هغه یې توقیف کړو او تراوسه پورې هغه په توقیف کې دی، د هغه سره څوک حتی د ملاقات اجازه نلري."

پښتین په دغه ویډیویي وینا کې د خپلو ملگرو نه مننه وکړه چې د پښتنو سره د دغه ډول سلوک ضد یې احتجاجونه کړي او وې ویل چې په اسلام اباد، کراچۍ کویټه، لاهور، بونیر، سوات، پیښور، بنو، زیارت، ژوب، قلعه سیف الله او نورو ښارونو کې احتجاجونه شویدي.

ښاغلي پښتین دا ژمنه تکرار کړه چې دا څرگنده ده چې دا د ټولو پښتنو د تحفظ غورځنگ دی او چا ته به د دې اجازه ورنکړي چې زمونږ ملگري وځوروي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG