د لاس رسي وړ اتصالات

زما د لیرې کولو سپیناوی به اسفندیار ولي کوي- محسن داوړ


د پاکستان د عوامي نیشنل گوند (ANP) د دغه گوند غړی محسن داوړ د گوند د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه گوښه کړی.

د عوامي نیشنل گوند د دوشنبې په ورځ اعلامیه خپره کړه چې محسن داوړ یې د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه لیرې کړ. دغه اعلامیه دا هم وایي چې هر هغه څوک چې د گوند نه علاوه د نورو ټولنو یا تنظمیونو په فعالیتونو کې برخه اخلي، گوند یې اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې محسن داوړ د پښتون تحریک چارې د منظور پښتین او علي وزیر سره یو ځای په مخ بیایي.

ښاغلي داوړ امریکا غږ ته وویل چې هغه د خپل لیرې کیدو د پریکړې په اړه د ملگرو نه خبر شو او گوند ورته مخامخ څه ندي ویلي. داوړ پښتون تحریک ته خپله ژمنتیا تکرار کړه او وې وویل "تر څو مونږ خپل ولس د ریاست د جبر نه خلاص کړي نه وي مونږ به خپله مبارزه جاري وساتو"

پام وکړئ د پښتون تحریک د مشر محسن داوړ سره پوره مرکې ته

محسن داوړ سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:10:06 0:00

امریکا غږ د عوامي نیشنل گوند د مشر افراسیاب خټک نه د محسن داوړ د لیرې کولو د علتونو په هکله وپوښتل خو خټک وایي چې کوښښ کوي د مشرانو سره دغه مسله حل کړي او لا اوس پدې اړه تبصره نشي کولی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG