د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې دوه برابره شوي ـ روغتیا وزارت


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې اوس مهال د دغه ناروغۍ پېښې دوه برابره شوې ده.

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر د یکشنبې په ورځ اپرېل دریمه (وري ۱۴) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د جنورۍ له پيل څخه بیا مارچ میاشتې تر پای پورې په ۳۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵زره او ۲۱۵ پېښې ثبت شوي دي.

د ښاغلي هژیر په وینا په دغه موده کې په شري ناروغۍ اخته تر پنځه کلنۍ کم عمره ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړې چې په په افغانستان کې په جنورۍ میاشت کې د شري ناروغۍ ۵۴۴۶ پېښې، په فبروري میاشت کې ۷۸۹۱ او په مارچ میاشت کې ۱۱۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د شري ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې په کندز، کابل او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د شري ناروغۍ کمپاین دوهمه لړۍ

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره به ډېر ژر د کمپاین دوهمه لرۍ پیل شي.

ښاغلي هژیر زیاته کړې چې دغه کمپاین به مۍ میاشت کې پیل شي چې او په خبره يې ټاکل شوې د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر درې کلنۍ کښته درې میلیون ماشومانو ته د شري ضد ناروغۍ واکسین ورکړل شي.

د شري ناروغۍ د کمپاین لومړۍ لرۍ د مارچ میاشتې پر ۱۲مه پيل شو چې په ترڅ کې ۱.۲ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین ورکړل شو.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې دغه شپږ ورځنی کمپاین به د افغانستان په ۴۹ ولسوالیو او ۲۴ ولایتونو کې تطبیق شي. په یادو ولایتونو کې بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپيسا، خوست، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، سرپل، تخار، ازګان، میدان وردګ، او زابل شامل دي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي و چې د روان میلادي کال له پيل څخه د شري ناروغۍ څه باندې ۱۸ زره پېښې ثبت شوي دي چې له ډلې څخه یې ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG