د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: شرې ناروغۍ ۱۴۲ افغان ماشومان مړه کړي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کال له پیل راهېسې د شرې ناروغۍ له کبله په افغانستان کې شاوخوا «۱۴۲ ماشومان مړه کړي او تر ۱۸۰۰۰ زیات نور په دې رنځ اخته دي.

د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د شري ناروغۍ واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او ویلي یې دي چې ټاکل شوې په دغه کمپاین کې تر پنځه کلنۍ کښته څه باندې ۱.۲میلیون ماشومان واکسین شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه کمپاین دوې ورځې مخکې پيل شوی دی او ټاکل شوې د مارچ میاشتې تر ۱۷ مې دوام پیدا کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه کمپاین د بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپيسا، خوست، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پروان، سرپل، تخار، ارزګان، میدان وردګ او زابل په ګډون په ۴۹ ولسوالیو او ۲۴ ولایتون کې تر سره کیږي.

د دغه سازمان په وینا په دغه کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي هم ورکړل شي. د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د دغه کمپاین په پلي کېدو کې به ۹۲۰۰ واکسیناتوران او روغتیايي کار کوونکي ګډون ولري.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي داپنګ لوو ویلي: "د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره یو ملي اقدام، د کم عمره ماشومانو د ژوند ژغورل او پر روغتیايي سیتسم د فشار کمول دی.موږ له ټولو والدینو څخه غواړو چې خپل ماشومان واکسیناتورانو ته راولي او تر ټولو ښه تحفه هغوی ته ورکړي چې خطر ناکې ناروغۍ څخه وژغول شي."

ښاغلي لوو همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل چې د روغتیايي کار کوونکو او په ځانګړي ډول د واکسیناتورانو د امنیت په برخه کې همکاري وکړي.په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر داسې مهال یاده غوښتنه وکړه چې په دې وروستیو کې په کندز او تخار ولایتونو کې ۸ تنه واکسیناتوران ووژل شول.

دغه سازمان همدارنګه په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله د ۴۸۳۶۶ پېښې ثبت شوي دي او دغه ناروغۍ په یاده موده کې د ۲۵۰ ماشومانو ژوند اخیستی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د روان کال له پیل څخه په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ ۱۸زره پېښې ثبت شوي دي چې له دغه ډلې څخه ۱۴۲ ماشومان ورڅخه مړه شوي دي.

تر دې مخکې د بې پولي ډاکترانو سازمان هم په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې دغه ناروغۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

بې پولې ډاکترانو د مارچ میاشتې پر لسمه (کب ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې اوس مهال په هرات، هلمند او کندز کې د شري ناروغي په بې ساري ډول زیاته شوې ده. په هرات ولایت کې د دغه سازمان مشرې ساره ویلستکي ویلي و په تیره میلادي میاشت کې په هرات کې د شري ناروغۍ ۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG