د لاس رسي وړ اتصالات

ژغورنې نړیواله کمیټه: هرات کې زلزلې انساني فاجعه رامنځ ته کړې ده


د ژغورنې نړیوالې کمیټه (IRC) وايي، چې د هرات په ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته، چې د شاوخوا ۱۲ سوه کسانو ژوند یې واخیست، د زلزلې نورو ټکانونو او د شګو توپان د افغانستان په لودیځ کې یو ستر بشري ناورین رامنځ ته کړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ اکتوبر۱۳ ( تلې ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هرات په ولایت کې زلزلې زیات زیان ښځو او ماشومانو ته رسولی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې ددغې کمیټې شپږ ګرځنده روغتیايي ټیمونه په زلزله ځپلو سیمو کې ګمارل شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې دغې زلزلې د هرات ولایت په پنځه ولسوالیو کې ۱۲ زره کسان زیانمن کړي دي، خو دا کمیټه په دغو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په اړه اندیښنې لري.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د خپلو شویو ارزونو پر اساس ویلي: "نیمايي کسانو چې خپل کورونه له لاسه ورکړي ښځې دي، په داسې حال کې، چې د اکتوبر د ۸ او ۱۲ ترمنځ د شوې دوییمې ارزونې له مخې سل فیصده نجونې په لوړه کچه د زیان او ناسمې استفادې د ګواښ سره مخ دي – په یو ډول د ساتنې د ګواښ سره مخ دی".

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې ددې سربیره نږدې ۹۰ فیصده کسانو دغې کمیټې ته ویلي، چې د کوچنیانو د تغذیي لپاره شیده یا وچ شیده نلري، د هغوی دریو څخه دوو برخو ویلي، چې د کوچنیانو په تغذیه کې ستونزې لري.

ددې کمیټې د وینا پر اساس د هرات ولایت د دریو څخه یوه برخه وګړي د خوارځواکۍ سره مخ دي، ځکه چې دا ولایت د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې د سخت نه خوندیوب سره مخ دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي: "دا په افغانستان کې د یو ناپایداره وضعیت څرګندونه کوي، جنګ، اقتصادي کړکیچ او د اقلیم بحران یو مرګونی ترکیب رامنځ ته کړی او ددې اونۍ زلزله [افغانستان] د زیاتې ګډوډۍ سره مخ کوي".

دا کميته وايي، چې اوس مهال د شپږو ګرځنده روغتیايي ټیمونو په ګډون نهه اضطراري غبرګون ټیمونه د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره د زنده جان، غوریان، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې ځای په ځای شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې رئیسې سلما بن آیسا ویلي: "د زلزلو دا لړۍ د افغانستان او په ځانګړي ډول د هرات لپاره یوه بله ضربه ده ، چې له نیمايي زیات وګړي یې د خوارځواکۍ سره مخ دي".

د سلما بن آیسا د وینا له مخې بې کوره کیدل یوه لویه اندیښنه ده او دا کمیټه اټکل کوي، چې د امن سیمو ته د کورنیو د پریکړې پر اساس د مینو څخه بې ځایه کیدل به د زلزلې څخه د زیانمن شویو کورنیو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

ددِې کمیټې د رئيسې د وینا پراساس د ژغورنې نړیواله کمیټه همدا اوس د یو لوی بحران سره مخ ده.

سلما بن آیسا ویلي، چې په افغانستان کې د دریو لسیزو څخه د زیاتې مودې جګړې او د اقلیم بدلون په دغه هیواد کې په یو ژور ریښه لرونکي بحران بدل شوی دی، ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا کمیټه وايي، چې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمیر کې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې وروسته تراوسه درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې نړیواله پاملرنه منځني ختیځ پیښو ته اوړیدلې ده ، خو زیاته کړې ده، چې باید په افغانستان کې هم د مرستو رسونو ادارو ته د انعطاف وړ بودیجه برابره شي ترڅو مرستو ته اړو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې برابرې شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې لومړۍ د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه ولړزول، چې زیاته مرګ ژوبله یې د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو په ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې واړوله.

همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده، چې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې له امله یې درې تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او دوه زره او ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG