د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هرات زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو کار پیل شو


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د هرات ولایت په وروستیو زلزلو کې د ویجاړو شویو کورونو د بیا جوړولو چارې یې پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې د ژمي د موسم د پیلیدو وړاندې زلزله ځپلو کورنیو ته له ۲۰۰۰ څخه زیات کورونه په معیاري ډول جوړ شي.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۸( تلې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دا ۲۱۴۶ کورونه به په معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو لپاره دهرات زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې جوړ شي.

هغه ویلي: "هڅه کیږي چې د ژمي له رارسیدو وړاندې دا ښارګوټی بشپړ او هرات د وروستۍ زلزلې اړمنو خلکو ته توزیع شي."

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې لومړۍ زلزلې وروسته په تیرو لسو ورځو کې په همدې کچه دوه نورې زلزلې هم شوي، چې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه یې لړزولي دي، خو دغو زلزلو زیاته مرګ ژوبله د هرات ولایت په پنځه ولسوالیوپه ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې اړوله ده.

د طالبانو د حکومت ویاند دا نه دي ویلي، چې زلزله ځپلو ته به دا کورونه د نړیوالې ټولنې د بودیجې له لارې جوړ شي او که د طالبانو د حکومت د بودیجې له لارې جوړ شي.

تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر هرات ولایت ته د سفر پرمهال ویلي و چې په زلزلو کې ویجاړ شوي کورونه به، چې هغه یې شمیر تر ۱۴۰۰ پورې ښودلی و، د طالبانو د حکومت په مرسته جوړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو همغږي کوونکي دانیل اندریس د اکټوبر ۱۶ (تلې۲۴) وویل چې د هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو سره د مرستو برابرولو او رسولو لپاره د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې ۹۳.۶ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې تر ټولو ډیر زیان د انجیل په ولسوالۍ کې خلکو ته رسیدلی چې د وګړو شمیر یې ۲۳ زرو ته رسیږي. هغه وویل چې ۵۳ په سلو کې وګړي چې پدې تازه زلزلې کې ورته زیان رسیدلی، د همدې ولسوالۍ اوسیدونکي و.

د ۳۳۰۰ ویجاړو شویو کورونو تر څنګ چې پدې زلزلې کې په بشپړه توګه له منځه تللي دي، ملګرو ملتونو ویلي چې پدې ولایت کې د اوبو سیسټمونه او څاګانې هم زیانمنې شویدي.

د اوچا د ادارې مشر وویل چې په ځینو ځایونو کې د اوبو سرچینو ته خاورې خزلې لویدلي دي چې اوبه یې ناولې کړي او د دې خطر شته چې د سیمې په خلکو کې به ساري ناروغۍ خپرې شي.

ښاغلي اندریس وویل چې د هرات په ولایت کې د خلکو وضعیت پداسې حال کې دی چې مرستندویه سازمانونه باید هر څومره ژر چې امکان لري د ژمي را رسیدو څخه وړاندې مواد پدې زیانمن شویو خلکو وویشي.

په عین وخت کې ښاغلي اندرس د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ ( تلې ۲۶) د هرات ولایت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په دغو زلزلو کې ۶۶ زره کسان زیانمن شوي دي.

افغانستان لپاره ددغې ادارې مشر ویلي، چې ددې لپاره چې د زلزلې د پیښ شوي زیان په اړه لا هم ارزونې روانې دي کیدای شي، چې دا شمیر نور هم پورته لاړ شي. روغتیا نړیوال سازمان د سټلایټ په واسطه د اخیستل شویو تصویرونو د چټکې ارزونې پر اساس ویلي، چې د تیرې اونۍ په زلزلو کې ۲۱۲۸۲ ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

روغتیا نړیوال سازمان د "اوچا" د راپور په اساس ویلي، چې په دې زلزله کې ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي دي، چې ۱۰۹۸ کورنۍ د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې، ۹۱۴ کورنۍ د انجیل په ولسوالۍ کې، ۳۸۵ کورنۍ د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې، ۳۶۰ کورنۍ د ګلران په ولسوالۍ کې، ۱۹ کورنۍ د کوهسان په ولسوالۍ کې او ۱۲۱ کورنۍ د هرات په ښار کې زیانمنې کړي دي.

د طالبانو مقامات وايي ‌چې د هرات په زلزلې کې له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶( تلې۲۴) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو وروستي راپور له مخې ویلي، چې په دغو زلزلو کې یو زر او ۴۸۰ تنه مړه شوي او یو زر ۹۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

په هرات کې له پر له ‌پسې زلزلونږدې دوو اونیو تر تېرېدو وروسته، لا هم د دغه ولایت کې زیات شمیر اوسېدونکي د احتمالي زلزلو د پیښیدو د اندیښنو له امله د واټونو پر سر او پارکونو کې په کوچنیو خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG