د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل چې د ١٨ کالو راهیسې د هغه هېواد د واکمن مسیحي ډموکرات ګوند مشره وه، د ګوند له مشرۍ ګوښه شوه، خو نژدې متحده یې پر ځای وټاکل شوه.
د هامبورګ په ښار کې د جرمني د مسیحي ډموکرات گوند مرکزي کنګرې د دغه ګوند د مشرتابه د ټاکنې په رایه اچونه کې «انه ګریت کرمپ کارنباور» د نوې مشرې په توګه وټاکله.
په دې ټاکنې سره انګیلا مرکل له ١٨ کالو او اتو میاشتو وروسته په پخله خوښه د ګوند له مشرۍ ګوښه شوه.
د مسیحي ډموکرات ګوند دغه ګوندي ټاکنو کې په لومړۍ رای اچونه کې د دریو کاندیدانو څخه هېڅ یو یې اکثریت رای ترلاسه نهکړې، خو په دوهمه رای اچونه کې «انه کرمپ کارنباور» او د فریدیش میرڅ ترمنځ ټاکنې وشوې او دریم کاندی ینس شپان د کمو رایو په ترلاسه کولو سره د دوهم ځلې رای اچونې نه ووت.
په دغه دوهم پړاو کې مېرمن کرنباور ٥١٧ رای او فریدریش میرڅ ۴٨٢ رای وګټلې او په دې توګه آغلې کرن باور اکثریت ترلاسه کړ او د جرمني د دغه متقدر واکمن ګوند مشره شوه.
انه ګریت کرمپ کرنباور د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ له مياشتي راهيسي د مسيحي ډموکرات ګوند د عمومي سکرترې په توګه ټاکل شوې وه.
٥٦ کلنه سیاستواله کرنباور د جرمني په زارلند ايالت کې له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۱۱ کال پورې په د ايالتي حکومت په مختلفو دورو کې د کورنيو چارو، ښوونې او روزنې او بيا د ټولنيزو چارو د وزیرې په توګه دندې ترسره کړي دي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل تېره میاشت اعلان وکړ چې نور نه غواړي د ګوند مشري وکړي، خو هغې دا هم وویل چې د صدرات څوکۍ به تر راتلونکو ټاکنو پورې پرمخ بوزي.