د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو ورتگ د اروپا د اقتصاد په گټه که په تاوان دی


پولیس یو کډوال په ډنډه وهي چې په مقدونیه کې یې د اورگاډي د انتظار په مهال له امر نه سرغړونه کوله
پولیس یو کډوال په ډنډه وهي چې په مقدونیه کې یې د اورگاډي د انتظار په مهال له امر نه سرغړونه کوله

د دوشنبې په ورځ د هنگري نه د لویدیځې اروپا په لور د کډوالو تگ د تیرې اونۍ په پرتله وروسته له هغه اسانه شو چې اروپایي هیوادونو د کډوالو د منلو لپاره خپل چمتووالی وښود.

ځیني اقتصاد پوهان بیا دا پوښتنه کوي چې آیا د اروپا اقتصاد به د کډوالو د مخ په زیاتیدونکي راتگ سره با ثباته پاتې شي که نه؟

په واشنگټن کې د نړیوالو اقتصادي زده کړو د انستیتوت اقتصاد پوه، جکوب کرکگارد وایي جرمني او ځیني نور اروپایي هیوادونه د خپل نفوس د زړښت له ستونزو سره مخ دي او د خپلې اقتصادي ودې لپاره تازه دمه کارگرانو ته اړتیا لري.

په کډوالو کې اکثره ځوانان دي چې د کار په لټه اروپا ته روان شوي دي او بلاخره به کوربه هیوادونو ته مالیه هم ورکړي.

ښاغلی کرکگارد وایي په دغو کډوالو باندې کیدای شي په لنډه موده کې د اعاشې، سرپناه او د ژبې د زدکړې په برخې کې د پام وړ مصرف وشي، خو دا چې اکثره کډوال جرمني ته روان دي، نو جرمني یو داسې شتمن هیواد دی چې کولای شي دغه مصارف په اسانه پوره کړي.

ښاغلي کرکگارد تیر کال ویلي و چې کیدای شي اروپا ته یو میلیون کډوال راشي او سږکال تر اوسه په زرگونه سوه خلک رارسیدلي دي.

د افغان کډوالو پیغام

خو ځیني افغان کډوال چې د هنگري د اورگاډو له تمځای نه جرمني ته سفر کوي نورو کډوالو ته خبرداری ورکوي چې اروپا ته د رسیدو لپاره دغه ستونزمن سفر ته زړه ښه نکړي.

د هغو کډوالو شمیر چې د هنگري کلیتي اورگاډي تمځای نه د اتریش او له هغه ځای نه جرمني ته تلل د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه نه کم شو چې سرحد د هغو زرگونو کډوالو په مخ چې پرانستل شو چې له څو ورځو راهیسې هنگري ساتل شوي و.

په هنگري کې میشت افغان کډوال حمید عبیدالله وایي دا ډیره خطرناکه لاره ده چې خلک پرې راځي او نورو ته دا پیغام ورکوي "که د افغانستان، ایران، عراق یا سورېې یاست، سله ځلې فکر وکړي او بیا دا سفر وکړئ، ځکه چې دا ډیره خطرناکه لاره ده. فکر وکړئ چې سل فیصده مرگ دی، کیدای شي په ځنگلونو کې مو حیوانات وخوري، هر څه پیښیدای شي، کیدای شي غله خلک ووژني. زما پیغام دا دی چې بهتره ده خپل هیواد کې پاتې شئ."

تیره اونۍ هغه مهال د پولیسو او کډوالو تر منځ نښته وشوه چې په زرگونه کسانو هڅه کوله چې اورگاډي کې سپاره شي. خو د یکشنبې په ورځ بیا د هنگري او اتریش تر منځ سرحد کې د اورگاډي تمځای تش و.

همدارنگه د یونان په بندر کې د لیسبوس په ټاپو کې د یکشنبې په ورځ پنځلس زره خلک چې اکثره یې د سوریې، عراق او افغانستان کډوال دي آتن ته د انتقال لپاره معطل شوي وو. په یونان کې میشت افغان کډوال عابد بیا شکایت لري چې چارواکي د سورېې کډوالو ته لومړيتوب ورکوي.

عابد وایي" له بده مرغه د افغانانو او سوري کډوالو ترمنځ توپیري چلند کیږي. کله چې خلک د تکت د اخیستو لپاره په قطار کې دریږي، پولیس او مسولین افغانان او د سورې خلک په یو قطار کې دروي او د سورې خلک او افغانان یو بل سره نه جوړیږي نو بیا جنگ کوي."

د افغانانو ستونزې

هنگري، د هغو کډوالو لپاره چې اروپایي اتحادیې ته ننوځي لومړنې دروازه بلل کیږي او د هیواد ښي اړخی حکومت د کډوالو د ډیر شمیر راتگ خلاف غږ پورته کړی دی. یو افغان رضا کار داود احمدزي اشنا تلویزون ته وویل چې له اتریش نه هنگري راغلی چې د افغان کډوالو سره چې کورنۍ او ماشومان ورسره دي مرسته وکړي او که اړتیا وي له ځان سره یې اتریش ته بوځي.

په هنگري کې یو بل افغان نادرشاه پاچا اشنا تلویزیون ته وویل چې ملگري ملتونه مرسته کوي چې کډوالو ته د اورگاډي ټکټ واخلي خو ځيني خلک بیا دغه ټکټونه په افغان کډوالو باندې پلوري یا ورباندې احسان کوي چې دوی ورته د لارې ټکټ اخیستی دی.

په تیرو دوو ورځو کې د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ویست بانوف د اورگاډي په تمځای کې را رسیدلي کډوال د اتریش د خلکو په چکچکو او ولولو بدرگه شول. د اتریش خلک هیواد ته رارسیدلي کډوالو ته د جرمني ته روان اورگاډو د نیولو لارښوونه کوي. اکثره کډوال په جرمني کې خپلوان لري او غواړي چې ورسره یوځای شي.

په تیرو دوو ورځو کې د جرمني مونشن ښار ته شاو خوا ٢٠ زره کډوال رارسیدلي دي او تمه کیږي چې د دوشنبې په ورځ هم په سلگونه نور کډوال ورته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG