د نړۍ د سوک وهنې اوسني اتل مایک فیوري ویلي چې بیا د سوک وهنې نړیوالو سیالیو راځي.
نوموړي له هغه وروسته دا اعلان کړ چې د سوک وهنې بل اتل مایک ټایسن ترې وغوښتل چې سیالي ورسره وکړي.
ښاغلي فیوري دغې لوبې ته خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
فیوري دغه خبرې د بی ټي سپورټ شبکې سره په یوې مرکې کې کړي دي خو دا یې ویلي چې هر څه تر اوسه نهايي شوي نه دي.
د (UFC) بسټ مشر ډاناوایټ ویلي چې په ۵۳ کلنۍ کې د مایک ټایسن د لوبو پیلول نړۍ حیرانه کړې ده.
هغه ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به ټایسن لوبې پیل کړي خو کوم کره تاریخ یې په ګوته نه کړ.
هغه د ټایسن په اړه ویلي: "دا ځواکمن سړی دی او په ښه فزیکي حالت کې یې ځان ساتلی دی."
مایک ټایسن د نړۍ د سوک وهنې پخوانی اتل و خو مایک فیوري بیا د نن ورځې اتلولي خپله کړې ده.
له دې مخکې د مایک ټایسن او د هغه پخواني سیال اوینډر هالي فیلډ د سیالۍ په اړه هم رپوټونه خپاره شوي دي.
فیلډ ویلي و چې د دغې لوبې له عاید نه به کرونا ځپلو ماشومانو سره مرسته وکړي.
هالي فیلډ په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د یوې لوبې په یوولسم رونډ کې ټایسن مات کړ او د نړۍ د سوک وهنې اتلولي یې ترې وګټله.
په ۱۹۹۷ کې دغه اتلان بیا سره مخ شول خو د لوبې په جریان کې مایک ټایسن د فیلډ غوږ په غاښونو وچیچه او له لوبې وباسل شو.
مایک ټایسن خپلې ۵۰ لوبې ګټلي چې پکې ۴۴ (ناک اوت) شاملې دي او شپږ نورې یې بایللي دي.
هالي فیلد بیا ۴۴ لوبې ګټلي، لس یې بایللي او دوه یې مساوي پای ته رسولي دي.