د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی درستیز چین سره د خپلو تماسونو دفاع وکړه


د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز د متحده ایالاتو د سنا د دفاعي خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې د خپل چیني سیال سره د تیلیفوني تماسونو څخه دفاع وکړه او وویل چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین باندې د برید نیت نه درلود او دا یې هغه دنده وه چې چینایانو ته ډاډ ورکړي.

د چیني سیال سره د مارک میلي تماسونو پدې وروستیو کې د کانګرس د یو شمیر غړو غوسه پارولې ده خو ښاغلي میلي د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې ۶) وویل چې هغه د استخباراتي رپوټونو په غبرګون کې چې چین د متحده ایالاتو له لورې له برید څخه اندیښنه درلودله د خپل چیني سیال سره تماس نیولی دی.

ښاغلي میلي وویل: "پوهیږم، ډاډمن یم چې ولسمشر ټرمپ پر چین باندې د برید نیت نه درلود او ماته مسولیت راکړ شو چې د جمهوري ریاست امرونه او نیت اعلان کړم."

ددغو تماسونو جزییات لومړی ځل د "خطر" په نامه کتاب کې چې د واشنګټن پوست دوو خبریالانو باب ووډ وارد او رابرټ کوستا، لیکلی پدې وروستیو کې په ډاګه شول.

ښاغلي میلي د سنا د دفاعي خدماتو کمیټې ته وویل: "زما دنده هغه وخت د کړکیچ راکمول وو. زما پیغام تل یو شان و: آرام او ثابت اوسئ او کړکیچ راکم [کړئ]. مونږ به پر تاسو برید ونکړو. "

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو وئیلي چې ښاغلي میلي د خپلو اختیارونو نه پښه وړاندې غزولي او امریکا د ولسمشر جو بایډن نه یې غوښتي چې هغه د خپلې دندې څخه لرې کړي.

ښاغلي ټرمپ هم په جنرال میلي باندې د یو خیانت کاره په توګه انتقاد کړی و او هغه یې "یو څرګند لیونی" ګڼلی و او ویلي یې وو میلي "هیڅکله د چین سره د تماسونو په اړه ماته څه ندي ویلي."

د امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز ویلي چې د چین سره د اکتوبر د دیرشمې او جنورۍ اتمې تماسونه د هغه وخت د دفاع وزیرانو او د متحده ایالاتو د ملي امنیت د نورو ادارو سره په بشپړه همغږۍ شوي دي.

ښاغلي میلي وویل چې د اکتوبر د میاشتې تماس د دفاع وزارت د سرپرست مارک اسپر، په امر او دوهم تماس د چیني مقاماتو په غوښتنه د دفاع وزارت د سرپرست کرستوفر میلر، د دفتر سره په هم آهنګۍ شوی دی.

برسیره پر دې ښاغلي میلي وویل چې د امریکا د کانګرس د استازو خونې رئیسې ننسي پلوسي هم له هغه سره اړیکه نیولې او د اټومي وسلو د ویشتلو په اړه یې د ولسمشر د صلاحیت په هکله پوښتلي وو.

هغه وویل: "ما هیڅکله هڅه نده کړي چې بهیر بدل او یا تر تاثیر لاندې راوړم، صلاحیت غصب کړم یا ځان د قوماندې په سلسلې کې داخل کړم، خو له ما څخه تمه کیږي او باید خپلې سپارښتنې وړاندې کړم او ډاډ ترلاسه کړم چې ولسمشر په بشپړه توګه خبر دی. "

XS
SM
MD
LG