د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز له امله افغانستان د بحران یو نوي پړاو ته داخلیږي


Afghanistan Protest Education
Afghanistan Protest Education

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي مرستیال مارکس پوتزل یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د تعلیمي ادارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د یوناما د معلوماتو په اساس ښاغلي پوتزل نن شنبه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره لیدنه کې ویلي چې د نجونو پر زده کړو او ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به ټول افغانان زیانمن کړي.

هغه دغه پریکړې ته په اشاره زیاته کړې چې افغانستان د بحران یوې نوي دورې ته داخلیږي.

د بیان له مخې د یوناما مرستیال د طالبانو له وزیر څخه د نجونو پر زده کړو د بندیز لیري کولو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د ټلیفوني خبرو په مهال په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو ورازت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې امیر حسین عبداللهیان له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره، د سیمي وروستیو تحولاتو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبري کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "زموږ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو، په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت په اړه هم اندېښنه وښودله."

د بیان له مخې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت شاوخوا درې اونۍ مخکې په دغه هیواد کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي ادارو د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ چې په هیواد کې دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه رامنځته کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) تیره اونۍ ویلي چې، د طالبانو حکومت لخوا د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار د بندیز پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره سمدستي ګواښوونکي ځاني پایلې ولري.

اوچا د جنورۍ دوهمه (مرغومې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې دا بندیز پر داسې مهال لګول شوی چې څه باندې ۲۸ میلیون افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد له قحطۍ، اقتصادي زوال، فقر او سخت ژمي سره مخ دی.

تر دې مخکې هم ګڼو نړیوالو خیره بنسټونو ویلي و چې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به د مرستې رسونې بهیر ټکنی کړی. د طالبانو ددې تصمیم په پایله کې څو مهمو مرسته رسونکو بهرنیو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG