د لاس رسي وړ اتصالات

امرسون منانگگوا د زمبابوې نوی ولسمشر شو


د زمبابوې نوی ولسمشر امرسون منانگگوا
د زمبابوې نوی ولسمشر امرسون منانگگوا

امرسون منانگگوا د جمعې په ورځ د زمبابوې د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړه او ددې هیواد د مخکني ولسمشر رابرت موگابي د واکمنۍ ٣٧ کلنه دوره پای ته ورسیده.

د نوامبر د میاشتې په پنځمه منانگگوا د ښاغلي موگابي د ماندینې سره د واک په سر د لانجې په وجه له کاره گوښه کړای شو. دادی شاوخوا دوه اونۍ وروسته اوس دغه ٧٥ کلن سیاستوال د زیمبابوی د مرکز هرارې په ورزشي ستدیوم کې د ٦٠٠٠٠ زرو نندارچیانو په حضور ددې هیواد د ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

ښاغلی منانگگوا د زمبابوې له پوځ سره نژدې اړیکې لري، ددې هیواد پوځ وروسته له هغې دولتي ودانۍ ونیولې چې ٩٣ کلن موگابي ښاغلی منانگگوا له کاره گوښه کړ او وویل چې خپله ماندینه به د هغه پر ځای وټاکي.

د پخواني ولسمشر موگابي او د هغه د ماندینې گریس موگابي سره ژمنه شوې چې نه به محاکمه کیږي، خو د بشري حقونو ډلو ښاغلی موگابي په انتخاباتو کې په درغلیو، پراخ اداري فساد او د زرگونو مخالفو سیاستوالو په وژنه او شکنجې تورن کړی دی.

د زمبابوې نوی ولسمشر منانگگوا د هیواد د اقتصاد د بیا رغولو په گډون د زیات شمیر چلنجونو سره مخامخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د زمبابوې د نویو مشرانو نه غوښتي چې په هیواد کې د ازادو او شفافو انتخاباتو د کولو ضمانت وکړي. ښاغلي تیلرسن ویلي چې "د زمبابوې ولس باید خپل مشران پخپله وټاکي".

د زمبابوې یو شمیر وگړو د امریکا غږ سره په خبرو کې د هیواد د نوي ولسمشر منانگگوا په هکله چې د څو لسیزو راپدیخوا د رابرت موگابي نژدې متحد و، اندیښنه څرگنده کړې ده. دوی له دې اندیښنه لري چې کیدای شي هغه د مخکني واکمن په څیر زمبابوې په بیرحمۍ اداره کړي.

XS
SM
MD
LG