د لاس رسي وړ اتصالات

څنگه کولای شو چې هم سگرټ خوشې کړو او هم چاغ نه شو؟


منځنۍ عمر لرونکې میرمنې چې غواړي د سگړټ دود کول خوشې کړي خو له اضافي وزن اخیستلو ډاریږي، د یوې نوې څیړنې له مخې کولای شي په متوسطو اونیزو تمرینونو سره د خپل وزن کچه ډیره راکمه کړي.

په بلومینگټن کې د اینډیانا پوهنتون څخه جو خالو، چې ددې څیړنې مشري یې کوله د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "زمونږ موندنې ښیي چې د سگړټ له خوشې کولو وروسته حتی ډیر کم فزیکي فعالیتونه کولای شي د ښځو د چاغیدو مخنیوی وکړي."

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز وایي چې په متحده ایالاتو کې د هرو هغو لسو ډیر عمر لرونکو کسانو په منځ کې چې په سگرټ روږدي دي شاوخوا اوه تنه یې غواړي سگرټ خوشې کړي. خو د اضافي وزن د اخیستلو یا چاغیدو ډار هغوی ددې کار نه گرځوي.

ددې څیړنې موندنې ښیي چې حتی په اونۍ کې یو وار په ساعت کې ۴،٨ کیلومتره سرعت باندې ٩٠ دقیقې پلي گرځیدل کولای شي د سگرټ له خوشې کولو وروسته د ښځو د چاغیدو چانس خورا راټیټ کړي.

دغې څیړنیزې ډلې پوره درې کاله په مجموعي توگه ۴۷۱۷ تنه چې عمر یې د ٥٠ او ٧٠ کلونو ترمنځ و او سگرټ یې خوشې کړي وو مطاله کړي دي.

ددې څیړنې موندنې همداشان ښیي هغو کسانو چې د سگرټ له خوشې کولو وروسته د اونۍ ١٥٠ دقیقې په متوسطه او جدي توگه تمرین کاوه د سگرټ له خوشې کولو وروسته څه دپاسه دوه نیم کیلو چاغ شوي وو او په وسطي توگه دغو کسانو یواځې ٣،٨٨ کیلوگرامه وزن اخیستی و.

XS
SM
MD
LG