صدراعظم مودي د هند د یو مهم ایالت حکومت د هغې نه وروسته د لاسه ورکړ چې پخوانی ایتلافي گوند یې د کانگرس گوند سره یوځای شو.
د هند د صدراعظم نریندرا مودي د بهارتیه جنتا گوند (بي جي پي) د دې هیواد په جنوب مهاراشترا ایالت کې وروسته له هغې د سخت مشکل سره مخامخ شویدی چې یو پخوانی مهم ایتلافي گوند یې له ایتلاف وتلی او د نورو گوندونو سره یې د حکومت د جوړولو پریکړه کړې ده.
د شیو سینا گوند د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۰) اعلان وکړ چې د مودي د گوند سره یې ایتلاف ختم کړی او غواړي له بل سیاسي مخالف گوند کانگرس سره په دغه ایالت کې ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د مودي گوند تیره میاشت په دغه ایالت کې په انتخاباتو کې زیاتره څوکۍ گټلي وې او داسې هیله کیده چې هغوي به خپل حکومت ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د مودي گوند د هند د می د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې زیاتره څوکۍ ترلاسه کړي او په هند کې واکمن دی.
د بهارتیه جنتا او د شیو سینا د گوندونو ترمنځ په ځینو مهمو ټکو د اختلاف له کبله ددغو دواړو ایتلاف ختم شو او په نتیجه کې د بهارتیه جنتا (بی جی پي) گوند د مهاراشتر ایالت حکومت د لاسه ورکړ.