د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان د پوځیانو ترمنځ نوې خونړۍ نښتې


په کشمیر کې هندي پوځ
په کشمیر کې هندي پوځ

د هند او پاکستان د سرحدي قواو ترمنځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ٩ ملکي وگړي او دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني مقاماتو پرون هندی پیلوټ چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د جنگي الوتکې له لویدلو وروسته پاکستاني پوځیانو نیولی و د ښه نیت له مخې هندي پوځیانو ته وسپاره او اعلان یې وکړ چې " جنگ نه غواړي."

خو د جمعې په شپه د دواړو هیوادونو د سرتیرو ترمنځ بیا نښتې وشوې. د پاکستان پوځ پدې جګړو کې د خپلو دوو سرتیرو وژنه تائید کړې ده.

هندي مقاماتو هم خبر ورکړی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د یوې کورنۍ درې غړي هغه وخت ووژل شول چې یو پاکستانی توغندی د هغوی په کور ولگید. ددغې کورنۍ دوه نور غړي ټپیان شوي دي.

پاکستاني مقاماتو هم خبر ورکړی چې هندي سرتیرو د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې پر ملکي کلیو باندې ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې یو ځوان هلک او درې نور ملکي کسان وژل شوي دي.د پاکستاني مقاماتو په ونیا د هندي سرتیرو له خوا د یو راکټ د توغولو په پیښه کې څو کورونه وران شوي دي.

د پاکستان د پوځ یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د شنبې د ورځې په نښتو کې دوه ملکي وگړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هند او پاکستان اړیکې پدې وروستیو میاشتو کې او په ځانگړې توگه د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د بمي حملو وروسته چې ۴٠ تنه هندي پوځیان په کې ووژل شول ډیرې کړکیچنې شوی دي.

تیره اونۍ هندي جنگي الوتکو د پاکستان په خاوره کې یو شمیر ځایونه وویشتل او پاکستان هم خبرداری ورکړ چې د خپل ځان نه د دفاع په خاطر مجبور دی چې په ورته اقدام لاس پورې کړي.

امریکا، بریتانیې او اروپایي اتحادیې له دواړو هیوادونو غوښتي چې له جگړې لاس واخلي او خپل مشکلات د خبرو له لارې حل کړي.

XS
SM
MD
LG