د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د لنډ مهاله سولې پر ځای باید پر دایمي ثبات فکر وشي


محب: له طالبانو سره روان مذاکرات موقته سوله راوستلای شي
محب: له طالبانو سره روان مذاکرات موقته سوله راوستلای شي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، لنډ مهاله سولې ته د رسېدو پر ځای باید پر دایمي ثبات فکر وشي.

هغه نن یکشنبه مارچ اوومه (کب ۱۷) په کابل کې د «امن او ثبات» په نوم کنفرانس کې وویل چې اوس د سولې ټینګېدو لپاره یو بې ساری فرصت رامنځته شوی دی.

د محب په وینا له طالبانو سره روان مذاکرات موقته سوله راوستلای شي، خو په وینا یې د دايمي ثبات لپاره لازمه ده چې د جګړې ټول اصلي لاملونه پيدا شي.

په یاد کنفرانس کې د ډیورند فرضي کرښې د هغې غاړې نه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر پښتنو مشرانو هم ګډون کړو.

د «امن او ثبات» کنفرانس هدف د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امن او سولې راوستل بلل شوي چې په وینا یې څنګه کېدای شي د خلکو ژوند او ارزښتونه وساتل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار د کنفرانس کډونوالو ته وینا کې وویل: "اوس موږ او تاسې ته د امن او سولې بې‌سابقې فرصت په لاس راغلی چې بايد موقتي سولې ته د رسېدو پر ځای پر دايمي ثبات فکر وکړو او د خلکو د هوساینې په موخه د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره برنامې جوړې کړو."

نوموړي زیاته کړه چې افغان جګړه داخلي نه ده بلکې نور بهرني اړخونه لري چې په خبره یې باید فکر ورباندې وشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وویل چې د سولې مذاکرات باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګېدل تضمین کړي او په خبره یې په همدې خاطر د یاد بهیر پرمخ وړل تدبیر ته اړتیا لري.

پر همدې مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري نن په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل چې تر دا مهاله د سولې دوهم پړاو خبرې په جدي ډول نه دي پیل شوي.

هغه وویل چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پر مېز مهمه موضوع به په افغانستان کې د اوربند ټينګېدل او د تاوتریخوالي پای ته رسول وي.

XS
SM
MD
LG