د لاس رسي وړ اتصالات

محب:که طالبان سنګر معلوم کړي، افغان ځواکونه په 'اسانۍ' جګړه ګټلی شي


محب: طالبان د جګړې اصولو ته وفاداره نه دي
محب: طالبان د جګړې اصولو ته وفاداره نه دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد‌الله محب وايي چې طالبانو په افغانستان کې د غیر نظامیانو وژلو ته دوام ورکړی او دغه ډله هیڅ اصولو ته وفاداره نه ده.

محب د چهارشنبې په ورځ د مارچ دریمه (کب ۱۳) خبریالانو ته وویل چې طالبانو په جوماتونو، کورونو او واټونو کې ملکي وګړي په نښه کوي او د افغانستان ټولې برخې یې د جګړې په لومړۍ کرښې بدلې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "د جنګ لپاره په هر هېواد کې یو اصل وجود لري، طالب هېڅ اصل ته وفادار نه دی، یعنې د جنګ قوانین نه مني په هرځای کې د افغانستان هر ماشوم، هره ښځه او هر سړی د دوی لپاره دښمن دی هرڅوک چې ویني فکر کوي چې د دوی وژنه ورته روا ده".

د هغه په وینا طالبان د جګړې په ډګرونو کې له غیر نظامیانو څخه د سپر په توګه استفاده کوي او له همدې امله د افغانستان هوايي ځواکونو تیر کال د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ۲۰۰۰ هوايي عملیاتو له ترسره کولو ډډه کړې ده.

نموړي ټینګار وکړ که طالبان خپل سنګر معلوم کړي او په څرګند ډول د جګړې ډګر ته راووځي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په اسانۍ سره روانه جګړه ګټلی شي.

محب په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او وې ویل: "د دې جنګ په اړه په وار وار ویل شوي چې هیڅ مشروعیت نه لري، غیر له یو هېواد څخه چې د هغوی په نوم علما دې جنګ ته مشروعیت ورکوي، نور ټولو هېوادونو، ټولې اسلامي نړۍ ویلي چې دلته دا جنګ مشروعیت نه لري، دا مسلمان وژنه ده، انسان وژنه ده او دلته د خلکو ځورونه ده".

طالبانو تراوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې طالبان د جګړې اصولو ته په نه وفادارۍ تورنوي چې د دغه هېواد په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

له دې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په قطر کې د ښکیلو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات هم دوام لري چې تراوسه په کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG