د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سیلابونو ۹ کسان مړه کړي 


د پاکستان د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې مقاماتو د جولای په پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل چې د بلوچستان په ایالت کې د سختو موسمي بارانونو په نتیجه کې د سیلابونو په وجه د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.

مقاماتو ویلي دي چې اوه تنه هغه وخت د بلوچستان په مرکز په کویټه ښار کې مړه شول چې د سختو بارانو وروسته یې د کور چت ونړید.

مقاماتو زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې د لوړیدو ویره پداسې حال کې شته چې د دوو تنو مړي چې سیلاب وړي وو د اوبو یو بند ته نژدې موندل شوي او یو شمیر نور کسان بې درکه دي.

د ژغورنې عمله د کښتیو نه په استفادې د ورک شویو کسانو لټه کوي.

مقاماتو ویلي چې سختو بارانونو چې د دوشنبې په ورځ پیل شوي او نن د سه شنبې په ورځ یې هم دوام کړی د بلوچستان په ایالت کې په لسګونو کورونه زیانمن کړي دي.

د جون د میاشتې راهیسې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې لږ تر لږه ۳۸ کسان د سختو بارانونو په نتیجه کې وژل شوي او څه دپاسه ۲۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

په پاکستان کې د سختو موسمي بارانونو په نتیجه کې د سیلابونو راوتل یو عادي مسله ده چې هر کال په لسګونو کسان په کې مړه کیږي.

د اسیا د جنوب اکثر هیوادونه هر کال د موسمي بارانونو سره مخ کیږي او ددې وجې په کې ځاني او مالي تلفات رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG