د لاس رسي وړ اتصالات

په هرو ۱۰۰ افغانانو کې یې ۴۲ د څښاک صحي اوبه نلري


د کلیو پراختیا وزارت وايي تر راتلونکو دوو کلونو کې به دا ستونزه تر یوې اندازې حل شي
د کلیو پراختیا وزارت وايي تر راتلونکو دوو کلونو کې به دا ستونزه تر یوې اندازې حل شي

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي چې د ۹۱۴ ملیونو ډالرو په ارزښت پرمختیايي پروژې تطبیق شوي، خو لا هم ۴۲ په ۱۰۰ کې افغانان د څښلو پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نلري.

د وزارت ویاند اکبر رستمي وايي "سږ کال د څښلو اوبو ته د کلیو د خلکو لاسرسی له ۵۸ سلنې زیات دی او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د ولسي تړون د پروګرام په پیلیدو سره او ټولې هغه پروژې چې وزارت یې د څښاک د اوبو په برخه کې لري، موږ کولی شو چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ۷۳ فیصدو ته ورسو".

د وزارت ویاند اکبر رستمي د وزارت د درې کلنو فعالیتونو د راپور د خپرولو په مهال خبریالانو ته وویل چې په تېرو دریو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰۰۰ نه زیاتې پرمختیايي پروژې، د ټرانسپورټ، کرهڼې، روغتیا او پوهنې په برخو کې پروژې پلې شو او ټولټال ۹۱۴ ملیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د کلیو پراختیا وزارت وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې ۲.۷ میلیونو کلیوالو ته سړکونه، ۴۹۹ د ښوونځيو ودانۍ او ۴۶ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

ښاغلي رستمي وویل چې وزارت یې یو زرو ۵۲۴ د اوبو رسونې شبکې جوړې کړي، ۷ زر او ۸۸۹ څاګانې یې کیندلي، د اوبو ذخیرې او نور تاسیسات یې هم رغولي او په ټوله کې د اوبو رسونې د پروژې په تطبیق یې ۱۸۴ ملیونه ډالر لګولي چې ۲۰۹ زره کلیوالو ترې ګټه اخېستې ده.

د کلیو پراختیا وزارت وايي، چې ۱۱ ملیونه او ۳۲۵ زره کلیوالو له دغو پروژو ګټه اخېستې ده. دا وزارت وايي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې د بودیجې مصرف ۷۷ په سلو کې وه خو په ۱۳۹۵ کې د بودیجې لګښت یې ۸۸.۵ ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG