د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې یوه ورځ کې څه باندې ۷۳۰ مظاهره کوونکي نیولي


روسي ځواکونو د مظاهرو پرمهال یو مظاهره کوونکی نیولی 
روسي ځواکونو د مظاهرو پرمهال یو مظاهره کوونکی نیولی 

د بشري حقونو د څار یوه ډله وایي د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۴ (تلي دویمه) په ټوله روسیه کې څه باندې ۷۳۰ کسان د روسیې د دولت له خوا احتیاطي ځواکونو د تیار سئ تر امر وروسته، د اعتراضونو پرمهال نیول شوي دي.

دغه کسان وروسته له هغې د اعتراضونو پرمهال ونیول شول چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین درې ورځې مخکې د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته، د لومړي ځل لپاره د اوکراین د جګړې لپاره د احتیاطي ځواکونو د تیارسئ امر وکړ.

د بشري حقونو د څار دغه بنسټ ویلي دي چې هغوی ته خبر ورکړل شوی چې یاد کسان له سنټ پیټرزبرګ څخه نیولې بیا تر سایبریا پورې په ۳۲ ښارونو کې نیول شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چهار شنبې په ورځ د خپل هیواد احتیاطي ځواکونو ته په قسمي ډول د تیارسئ امر وکړ. د یو شمیر کارپوهانو په وینا، د روسیې د احتیاط ځواکونو لیږد به له لوژیستيکي مشکلاتو سره مخ شي، ځکه له وړاندې اوکراین ته په زرګونه لیږل شوي احتیاطي ځواکونه، د تجهیزاتو روزنې ته اړتیا لري.

د روسیې د قوانینو له مخې، په هغه هیواد کې نه یوازې غیرقانوني لاریونونه او مظاهرې منع دي بلکې هر هغه فعالیت هم منع دی کوم چې داسې وګڼل د وسله وال پوځ د بد نامۍ لپاره کیږي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي، په مسکو د شویو مظاهرو په تصاویرو کې ښکاري چې روسي ځواکونه یو شمیر نارینه او میرمنې نیولي او د پولیسو د موټرونو په طرف یې بیایي.

د روسیې حکومت په داسې حال کې دغه مظاهره کوونکي نیسي چې د هغه هیواد حکومت په لوژیستیکي چارو کې د دفاع وزارت مرستیال له دندې ګوښه کړ.

دیمیتري بولګاکف وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ او سهیل کې د روسیې تر کنټرول لاندې څو سیمو څخه شاه تګ وکړ او ددغو شاه تګونو عمده دلیل لوژیستیکي دلایل وښودل شول.

په وروستیو اونیو کې اوکرایني ځواکونه توانیدلي د هغه هیواد په ختیځ او سهیل کې ګڼ شمیر سیمې له روسي ځواکونو له واکه وباسي.

د روسیې دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ۶۰ کلن جنرال میخایل میزینتسف به د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شي.

د روسي خواکونو په وړاندې په تیرو څو اونیو کې د اوکرایني ځواکونو لاسته راوړنې، د روسیې د لوژیستیکي برخې نیمګړتیاوي رابرسیره کړي. یو شمیر شنونکي په دې باور دي چې روسیه د لوژیستیکي خدماتو د مهیا کیدو په برخه کې کمزورې ده.

اوکراین کې د ټولپوښتنې دوام

بلخوا د روسي ځواکونو له خوا اوکراین په نیولو شویو سیمو کې د دویمې ورځې لپاره ټول پوښتنه ترسره شوه. په دې ټولپوښتنه کې د یادو سیمو له اوسیدونکو پوښتنه شوې چې ایا هغوی له روسیې سره یوځای کیدل غواړي که نه.

دغه ټولپوښتنه د غربي هیوادونو په خاص ډول د متحدو ایالتونو له خوا په کلکه غندل شوې ده. غربي هیوادونو ددغې ټولپوښتنې په غندلو سره ویلي دي چې روسیه هڅه کوي د اوکراین د نیولو شویو سیمو ضمیمه کول توجیه کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ددغه ټولپوښتنه "درواغجنه" ګڼلې او ویلي یې دي چې مسکو غواړي په دې ډول هڅه سره د اوکراین نیول شوي سیمې د خپلې خاورې برخه وګرځوي. د بایډن په وینا د روسیې دا اقدام "د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه" ده.

XS
SM
MD
LG