د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشرانو د خوړو د امنیت لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه


یو شمیر افریقایي هیوادونه د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ دي
یو شمیر افریقایي هیوادونه د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ دي

د نړۍ مشرانو په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹) د نړۍ په کچه د خوړو د ناامنۍ په وړاندې د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کال کې، په خاص ډول د اوکراین د جګړې له امله د ناوړه محصولاتو په اړه اندیښنې زیاتې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمشریزې تر څنګ، د اروپايي ټولنې، متحدو ایالتونو، افریقایي ټولنې او اسپانیا وزیرانو د خوراکي توکو د کمښت په اړه چې د جګړو او بې ثباتۍ اصلي عامل ګڼل کیږي، غونډه وکړه.

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچز پر اوکراین د ولادمیر پوتین د برید په غندلو سره وویل:" په لوږه کې سوله نشته، او موږ له سولې پرته لوږې سره مبارزه نشو کولی."

ښاغلي سانچز زیاته کړه، حقیقت دادی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هڅه کوي په خوراکي توکو سره له نړیوالې ټولنې باج واخلي.

د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو د روان میلادي کال په جون میاشت کې په جرمني کې د غونډې پرمهال د خوړو د ناامنۍ سره د مبارزې لپاره د ۵ میلیاردو ډالرو ژمنه وکړه خو د جرمني صدراعظم اولاف شولتز وایي اوس هم "پراخ ضرورت" شته.

د جرمني صدراعظم وویل، د روسیې یرغل په نړۍ کې د څو اړخیز کړکیچ د رامنځ ته کیدو او ګړندی کیدو لامل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د نړۍ په جنوبي هیوادونو کې آسیب پذیره خلک سخت ځپل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، ټاکل شوېده ولسمشر جوبایډن د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وینا وکړي او د امریکا تازه مرستې اعلان کړي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د سه شنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل، هیواد به یې د بیړیو په مرسته سومالیا ته د اوکراین د غله جاتو د لیږد مصارف پر غاړه واخلي، هغه هیواد چې د قحطۍ له خطر سره مخ دی.

اوکراین د نړۍ د غله جاتو یو ستر صادرونکی هیواد دی او پر هغه هیواد د روسیې یرغل د نړۍ په کچه د قیمتونه لوړ کړي دي.

روسیه ملامتیا د غرب پر بندیزونو اچوي، هغه ادعا چې متحدو ایالتونو غندلې او ویلي یې دي هغوی کرنیز او بشري محصولات نه په نښه کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د خوراکي توکو او کرنې د سازمان په ګډون، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په جولای میاشت کې په یو مشترک راپور کې وویل، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې د ۷۰۲ او ۸۲۸ میلیونو کسانو ترمنځ خلک د لوږې له امله متضرر شوي دي چې دا شمیر د نړۍ ۹.۸ سلنه نفوس جوړوي.

دا شمیر په ۲۰۲۰ کال کال کې ۴۶ میلیونه تنه او په ۲۰۱۹ کال کې ۱۵۰ میلیونه تنه زیات شوي دي چې د نړۍ د خوراکي توکو پر اقتصاد د کوید نولس د سخت اغیز ښکارندويي کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې وروستیو کې وویل، نړۍ د ۲۰۲۲ کال لپاره کافي خورواکي درلودل خو مشکل په ویش کې دی.

هغه وویل، که په روان میلادي کال کې وضعیت باثباته نشي، په ۲۰۲۳ کال کې به د خوراکي توکو د کموالي واقعي خطر موجود وي.

XS
SM
MD
LG