د لاس رسي وړ اتصالات

تېر ۱۳۹۷کال کې څه باندې درې زره ملکي افغانان وژل شوي- راپور


تېر لمریز کال افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۹سلنه لوړه شوي
تېر لمریز کال افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۹سلنه لوړه شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۰۳۲ تنه ملکیان وژل شوي او نژدې ۸۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د غه کمېسیون وايي، چې په تېر ۱۳۹۶ کال کې بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۲۳۹ تنه وژل شوي و او ۶۱۷۱ نور ټپیان شوي و.

د دغه کمېسیون مشري سیما سمر د سې شنبې په ورځ د «اپرېل پر ۲۳مه» په دې اړه د خپل کلني راپور د خپرولو پرمهال وویل، چې د وژل شوو کسانو په شمېر کې نسبت ۱۳۹۶ کال ته شپږ سلنه کموالی راغلی، خو د ټپيانو په شمېر کې ۳۲،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جلال اباد ښار کې د یوې تېرې چاودنې قربانیان
جلال اباد ښار کې د یوې تېرې چاودنې قربانیان

​راپور وايي، چې په تېر ۱۳۹۷ کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۲۵۸ ښځې وژل شوي او ۶۷۵ نورې ټپيان شوي چې نسبت ۱۳۹۶ کال ته ۱۶سلنه زیاتوالی ښيي.

د بشري حقونو کمېسیون زیاتوي، چې ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله ۵۳ سلنه د طالبانو، ۱۲.۵ سلنه د داعش، ۱۱.۵ سلنه د افغان حکومت ملاتړو سرتېرو او بهرنیانو لخوا اوښتې ده.

تر دا مهاله، افغان، حکومت، نړیوالو ځواکونو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه کمېسیون ویلي، چې د ۲۲ سلنې نورې مرګ ژوبلې عاملین لا نه دي معلوم.

راپور زیاتوي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ځانمرګو بریدونو کې اوښتې چې د پورته ذکر شوو تلفاتو ۲۷ سلنه تشکیلوي،۲۰ سلنه نوره مرګ ژوبله د وسله والو نښتو پرمهال، ۱۹ سلنه مرګ ژوبله د راکټي حملو او نژدې ۱۷ سلنه مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د جګړې پرمهال نړیوال قوانین مراعت کړي.

د افغان جګړې قربانیان
د افغان جګړې قربانیان

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتني ګروپ هم د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د خواشینۍ په ښودلو سره له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې وکړي.

د دغه ګروپ مشر عزیز احمد تسل امریکا غږ ته وویل، چې د جګړې ښکېل اړخونه باید د خلکو کورونه او ملکي تاسیسات په نښه نه کړي.

تسل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګي یوناما څخه و غوښتل چې د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي.

هغه وویل:"د یوناما په شان سیاسي دفتر ملګري ملتونه پر نړیواله ټولنه باندې او افغان حکومت باندې فشار راوړي چې په جګړه کې ملکي تلفات کم شي."

نوموړي له طالبانو څخه هم وغوښتل چې اسلامي قوانینو ته په احترام د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG