د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ایزې غونډې کوربتوب کوي


ضمیر کابلوف، د افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی
ضمیر کابلوف، د افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی

د افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، وايي روسیه د نومبر په شپاړسمه د "مسکو فارمټ" په نوم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د غونډې کوربتوب کوي او زیاتوي چې پدې غونډه کې د ګډون دپاره طالبانو ته بلنه نده ورکړل شوې.

ښاغلي کابلوف د سه شنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل چې پدې غونډه کې د روسیې برسېره د چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبیکستان او تاجیکستان استازي ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی له ګډون پرته به د مسکو جوړیدونکې غونډه نیمګړې وي او اندېښنه یې ښودلې چې په دغو ناستو کې د طالبانو د حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیرې شنبې په ورځ تایید کړه چې حکومت یې د مسکو په راروانه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.

خو ښاغلي مجاهد زیاته کړه: " هره غونډه چې د افغانستان په ګټه وي که مونږ په کې ګډون وکړو او که نه، مونږ یې هرکلی کوو ددې لپاره چې په سیمه کې مونږ یوې عمومي همغږۍ ته اړتیا لرو."

د افغانستان د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهانو د مسکو غونډې ته د طالبانو د نه بلل کېدو لامل ددغه ډلې او روسیې تر منځ سړې اړیکې ښودلي دي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، چې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته روسیې ډیره هڅه کړې، چې د طالبانو حکومت ته د یو لړ امتیازونو په ورکولو سره له دغه حکومت سره اړیکې ښې کړي خو اوس داسې ښکاري چې روسیې خپل سیاست ته له سره کتنه کړې ده.

ښاغلي سعیدي وویل: "روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونه په دې نظر و، چې امریکایان له افغانستان څخه وتلي او افغانستان د امریکا له کنترول څخه وتلی دی."

ځینې افغان شنونکي وايي طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او په خپلو تګلارو کې یې د نړۍ غوښتنې له پامه غورځولي دي.

د امنیتي چارو څېړونکي محمد هاشم دانش وویل: دنیا په دې آند باندې ده چې د طالبانو بهرنۍ پالیسي څلور تکراري جملې دي: موږ سره تعامل وکړئ، موږ په رسمېت وپیژنۍ، موږ سره بشري مرستې وکړئ د افغانستان خاوره هیچا ته د خطر ځای نه دی. نو دا څلور تکراري جملو باندې دنیا نشي کولای چې له طالب سره په دې تکراري پالیسي ګانو باندې تعامل وکړي."

د ښاغلي دانش په اند، د ښځو حقوق، د بیان ازادي، بشري حقونه او د ټولشموله حکومت د جوړولو تر څنګ له نړۍ او ګاونډیانو سره د اړیکو څرنګوالی هغه څه دي چې طالبان یې باید په اړه له نړیوالې ټولنې سره د تعامل کولو دپاره اقدامات وکړي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه عزیز معارج وايي، داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د امریکا او روسیې سره په اړیکو کې لازم تعادل ونشو ساتلی او څنګه چې روسیې تمه لرله د طالبانو حکومت لا هم امریکایانو سره اړیکو جوړولو ته لیواله دی نو روسیې د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا کتنه پیل کړې ده.

ښاغلي معارج وویل " د ضمیر کابلوف په ګډون د روسیې پلاوي راغلل او لاړل څو ځلې یې ډاډ ورکړ خو طالبان یا ددې له امله چې لویدیځ سره اړیکو ټینګولو ته لیوالتیا لري او یا یې هم ونشو کړی چې په سیاست کې یو توازن وساتي، یا یې سیاست کمزوری و، له همدې امله یې د روسیې د امتیازاتو څخه ګټه پورته نشوه کړی".

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په پرله پسې ډول ویلي، چې د ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست کاروي او نه غواړي چې د خپل بهرني سیاست څخه د یو هیواد په ګټه او د بل هیواد په زیان کار واخلي.

روسیې له دې وړاندې هم د افغانستان د حالاتو د ارزونې لپاره د مسکو فرمټ په نوم د څو غونډو کوربتوب کړی و.

د ماسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال د اکتوبر په میاشت کې جوړه شوې وه چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي پکې ګډون کړی وو. د تېر کال غونډې ته د امریکا د حکومت استازي هم بلل شوي وو.

د تېر کال د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه دې نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاریږي.

خو دا ځل په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د بلنې پر ځای ایران او د منځنۍ اسیا څو هیوادونه دغې غونډې ته بلل شوي دي.

تر اوسه نده روښانه چې د راتلونکې اونۍ په غونډه کې په مشخص ډول په کومو مواردو بحث کیږي.

XS
SM
MD
LG