د لاس رسي وړ اتصالات

د موصل په جنګ کې څه باندې ۹۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي


د موصل د نیولو په عملیاتو کې د ۹۰۰۰ او ۱۱۰۰۰ ترمنځ ولسي خلک وژل شوي دي
د موصل د نیولو په عملیاتو کې د ۹۰۰۰ او ۱۱۰۰۰ ترمنځ ولسي خلک وژل شوي دي

د عراق حکومت همدا څو ورځې مخکې د داعش ډلې د ختمولو اعلان وکړ او دا بری یې جشن ولمانځه.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي اسوشیټډپرس ته ویلي دي له داعش سره په جنګ کې ۱۲۶۰ ولسي خلک وژل شوي دي، خو نه وايي چې دقیقآ د موصل ښار په نیولو کې څومره کسان وژل شوي دي. د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه هم کومه دقیقه شمېره نه ورکوي.

داسې ښکاري چې له داعش څخه د موصل ښار په نیولو کې تر هغه ډېر خلک وژل شوي چې فکر یې کیږي. په موصل کې د داعش تش په نامه خلافت و.

د اسوشیتډ پرس د یو تحقیقاتي راپور موندنې ښیي چې له داعش څخه د موصل په نیولو کې تر ټوله ډېره قرباني د موصل اوسېدونکو ورکړې ده. په دغو عملیاتو کې د ۹۰۰۰ او ۱۱۰۰۰ ترمنځ ولسي خلک وژل شوي دي. د موصل د نیولو عملیات شاوخوا نهه میاشتې روان وو.

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر څخه نیولې د ۲۰۱۷ کال د جولاۍ میاشتو ترمنځ د عراقي او ایتلافي ځواکونو د توغندیو، بریدونو او بمباریو کې ۳۲۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي. اسوشیتډپرس وايي دا معلومات يې د ناحکومتي ادارو له ارقامو څخه راټول کړي او دقیق یې چک کړي دي.

ایتلافي ځواکونه وايي دوې دومره امکانات نلري چې سیمې ته خلک واستوي او د وژل شویو دقیقې شمېرې وړاندې کړي، خو دا مني چې یوازې د دوې په عملیاتو کې ۳۲۶ ولسي خلک وژل شوي دي.

د ایروارز په نامه یوه ټولنه په بمباریو او د توغندیو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو ارقام ثبتوي، د دغې ټولنې مشر ګریس ووډز وايي چې د موصل د نیولو عملیات تر ټولو لوی عملیات وو چې زرګونه خلک په کې ووژل شول.

د ایروارز پر ارقامو سربېره اسوشیتډ پرس د ۹۶۰۶ کسانو نومونه ترلاسه کړي چې د موصل په جنګ کې وژل شوي دي، ویل کیږي چې زرګونه نور کسان لا هم ورک دي. راپور وايي د دغو کسانو درېیمه برخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو او عراقي پوځ په بمباریو او بریدونو کې وژل شوي دي. راپور وايي داعش هم په موصل کې همدومره ولسی خلک وژلي دي.

خو بیا معلومه نه ده چې د کومې ډلې پر غاړې د دغو کسانو مسولیت واچول شي. اسوشیتډپرس وايي یو شمېر هغه قبرونه یې هم لیدلي او له هغو کورنیو سره یې خبرې کړې، چې د موصل په جنګ کې یې عزیزان وژل شوي.

دقیقاً درې کاله وړاندې داعش د عراق درېیمه برخه خاوره ونیوله او خپل خلافت یې په کې اعلان کړ. دوې دغلته د خپل نظر سره سم سخت دریځه اسلامي احکام تطبیق کړل او پر خلکو یې ژوند سخت کړ.

XS
SM
MD
LG