یونیسکو: په نړۍ کې د خبریالانو ډېرو قاتلانو ته سزا ورکړل شوې نه ده

د خبریالانو په ضد خشونت
د خبریالانو په ضد خشونت

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) وايي چې په نړۍ کې د ډېرو ژورنالستانو د قتل قضیو ته رسیدګي نه ده شوې او قاتلانو ته یې سزا ورکړل شوې نه ده.

یونیسکو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د خبریالانو د وژلو په قضیو کې «معافیت ۸۶ سلنه لوړ و چې د منلو» نه دی.

یونیسکو له ټولو هېوادونو څخه غوښتي چې «باید ټول ضروري اقدامات وشي چې د خبریالانو په ضد جنایتونه په سم ډول وپلټل شي، عاملین یې مشخص او محکوم» شي.

دغه سازمان د ژورنالستانو په وژلو کې په نړیواله کچه «معافیت ډېر حېرانوونکی» بللی دی. یونیسکو دا څرګندونې د خبریالانو په ضد د جنایتونو په اړه د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

د یونیسکو مشرې ادري ازولای په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «په دومره نا حل شویو قضیو کې د بیان ازادي نشي خوندي کېدای.» نوموړې ویلي دي چې «معافیت» د تحقیقاتي راپورونو په برابرولو باندې منفي اغیز لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس په همدې حال کې د خبریالانو د وژلو په قضیو کې په نړیواله کچه د معافیت اندازه نهه سلنه کمه شوې ده، خو یونیسکو وایي چې دا ډېر کم دي.

د یونیسکو د راپور په اساس په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۱ کالونو کې ۱۱۷ خبریالان د دندو په مهال او ۹۱ نور بیا په نورو وختونو کې وژل شوي دي.

راپور وايي: «یو شمېر خبریالان د خپلو ماشومانو او کورنیو د غړیو په مخکې وژل شوي دي.»

یونیسکو وایي چې له خپلو غړو هېوادونو او دولتونو سره ګډ کار کوي چې د رسنیو داخلي قوانین اوتګلارې عملي شي او «قاضیان، څارنوالان او امنیتي ځواکونه روزي چې د خبریالانو حقوق خوندي شي او په هغوی باندې د بریدونو تحقیق او پلټنه» وشي.

یونیسکو داسې مهال دا خبرې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته هلته په رسنیو باندې د کار کړۍ تنګه شوې، یو شمېر خبریالان نیول شوي، وهل شوي او ژوبل شوي دي.

همدغه راز لسګونه رسنیزې ادارې تړل شوي او سلګونه خبریالان بې کار او بې روزګار شوي دي.

​
XS
SM
MD
LG