د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس پیښې ۸۴۰ شوې، لویه برخه یې ځوانان دي


د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو له ډلې څه باندې دیرش فیصده ځوانان دي.

د دغه وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار د پنجشنبې به ورځ د اپریل په ۱۶مه (وري ۲۸) خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس ۵۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د هغه پر وینا د نویو پېښو په ګډون په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۸۴۰ تنو ته رسیدلی، چې د جنسیت له پلوه ۲۵.۷ فیصده یې ښځې او پاتې یې نارینه دي.

هغه زیاته کړه: "د عمر له لحاظه تر ټولو زیاتې پېښې چې ۲۵۶ دي په ځوانه طبقه کې لیدل کېږي چې عمرونه یې له ۲۰ څخه تر ۲۹ کلونو دي. تر څنګ یې له ۳۰ څخه نیولې تر ۳۹ کلونو پورې ۲۰۱ پېښې لرو. له ۴۰ څخه تر ۴۹ کاله عمرونه چې لري ۱۳۰ پېښې دي".

د روغتیا وزارت د شمېرو په اساس په کروناویروس اخته شوي ۱۳۶ تنه هغه کسان دي چې عمرونه یې د ۵۰ او ۶۹ کلونو ترمنځ دي او ۵۹ تنه نور له لسو څخه نیولې تر ۱۹ کلونو عمرونه لري.

ښاغلي مایار وویل چې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پېښې په هرات او ورپسې په کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د روغتیا وزارت تر اوسه ۵۴۰۰ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له دې شمېرې ۸۴۰ مثبتې، ۴۲۵۰ منفي او پاتې یې تر معاینې لاندې دي.

د روغتیا وزارت ویاند وویل چې په کروناویروس د اخته‌ کسانو له شمېرې تر اوسه ۳۰ تنه مړه شوي او ۵۴ بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجنشې ورځې اپریل ۱۶ (وري۲۸) پورې د نړۍ په کچه څه باندې ۱۳۷زره کسه مړه کړي او له دوه میلیونو زیات پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG