د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: متقي او د ناروې شارژدافیر په ملاقات کې له طالبانو سره په تعامل ټېنګار وکړ


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره په ملاقات کې ویلي دي چې باید افغانستان باندې د فشار راوړلو په ځای له تعامل څخه کار واخیستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې امیر خان متقي په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره کتلي او د بشري مرستو او سياسي موضوعاتو ترڅنګ یې پر یو لړ مسائلو خبرې کړي دي.

د دغې اعلامیې له مخې ښاغلي متقي ویلي چې نړیوال ټولنه بشري موضوعات باید سیاسي نکړي.

هغه د ناروې شارژدافیر ته په خطاب کې ویلي: "لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو."

ښاغلي متقي ټینګار کړی چې باید د نړیوالې ټولنې او افغانستان د نژدې کېدو هڅې وشي او ناروې په دې برخه کې تجربه لري او په دې برخه کې رغوونکی رول تر سره کولای شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافیر له قوله هم ویلي چې هغه هیواد له افغانستان سره د تعامل لپاره خپل نوي دپلوماتان معرفي کړي دي تر څو د اړیکو په برخه کې اغېزمن رول ولري.

د اعلامیې له مخې دواړو لورو په دغه لیدنه کې پر تعامل او همکارۍ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت د څه باندې یو کال په تېرېدو سره، تر دا مهاله یې حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شول.

د ټولو قومونو، سیاسي ډلو او اقلیتونو په ګډون د پراخ همه شموله حکومت جوړیدل او بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او میرمنو حقونو ته درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دي.

سره له دې چې ویل کیږي د طالبانو حکومت د یوې ډلې څخه جوړ دی، خو د یادې ډلې چارواکي ادعا کوي چې حکومت یې همه شموله دی او میرمنې په افغانستان کې د شرعي احکامو په رڼا کې حقوق لري.

XS
SM
MD
LG