د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو لوړپوړو استخباراتي چارواکو قطر کې سره لیدلي ـ راپور


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د راپورنو له مخې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو حکومت لوړپوړو استخباراتي چارواکو د قطر مرکز دوحه کې سره کتلي دي.

سي ان ان تلویزیوني شبکې د اکتوبر اتمه (تلې ۱۶) د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي چې دا د جولای میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده چې تر سره کیږي.

سې ان ان تلویزیوني شبکې زیاته کړې چې دغه لیدنه د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې (CIA) د مرستیال 'ډیویډ کوهن' او د طالبانو د استخباراتي ادارې د مشر عبدالحق وثق په مشرۍ طالب پلاوي ترمنځ تر سره شوې ده.

په راپور کې ویل شوي دغه لیدنه چې د شنبې په ورځ تر سره شوې پکې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویست هم ګډن کړی و.

د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو حکومت تر دا مهاله د یادې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړی و.

امریکايي چارواکو هغه مهال وویل چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر په مېشتولو او هغه ته په ځای ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون مات کړی دی.

د طالبانو حکومت د جولای په وروستیو کې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند شېر پور سیمه کې پر یو کور د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړ، خو د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویې وویل چې په دې اړه څېړنې کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سپټمبر پر اوومه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه «هیڅ ثبوت» نه دی وړاندې کړی.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې په راپور کې ویل شوي چې د شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ په دغه لیدنه کې به ټینګار د تروریزم په وړاندې پر مبارزې شوی وي. په راپور کې راغلي چې سپينې ماڼۍ تېره میاشت له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره همکاري د پرمختګ په حال کې بللې وه.

بلخوا د امریکا د استخبارتي ادارې پخوانۍ مرستیالې بنټ سنر د یادې لیدنې په اړه دغه تلوېزیوني شبکې ته ویلي چې امریکايي مقامات کېدای شې طالبانو ته دا قوي پیغام ورسوي که چیرې د القاعده شبکې غړي له افغانستان څخه متحده ایالاتو او یا د هغوی ملګرو ته ګواښ پېښوالی شي پر هغوی به ظواهري ته ورته بریدونه زیات کړي.

په راپور کې ویل شوي چې متحده ایالات په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنه لري. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امریکايي او طالب چارواکو دا لیدنه پر داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو د مارک فریریکس په نوم خپل یو طبعه د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۹مه د طالبانو د یو پخواني کلک مالي ملاتړي بشر نورزي سره تبادله کړ.

سي ان ان تلوېزیوني شبکې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له قوله ویلي چې د 'ایور شیریر' په نوم یو امریکايي فلم جوړونکی او د هغه افغان همکار فیض الله فیض لا هم د طالبانو سره بندي دي. په راپور کې ویل شوي چې یاد کسان د کابل ښار په شېر پور سیمه کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG