د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له چین څخه وغوښتل د افغان محصولاتو صادرېدل اسان کړي


د تیر یو کال راپدېخوا د افغان صادراتو د کچې کمېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له چین څخه غوښتي چې هغه هیواد ته د افغان صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ اګست نهمه ( زمري ۱۸) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره کابل کې لیدنه کې ویلي چې چین اوس افغان سوداګرو ته د وېزو ورکولو بهیر پيل کړی دی.

ښاغلي متقي د چین حکومت د دې اقدام هر کلی کړی او دا ګام یې د دواړه هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې «ګټور» بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ چې هیواد یې په نظر کې لري چې د افغانستان څخه وچه او تازه مېوه په ځانګړي ډول جلغوزي چین ته وارد کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم په کابل کې له طالب چارواکو سره د خپلو لیدنو په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په روان کې یې دا افغانستان ته دوهم سفر دی.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو له امیر خان متقي سره لیدنه کې ژمنه کړې وه چې هیواد به یې ډېر ژر افغان سوداګرو ته د وېزو ورکول پيل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ضیاء احمد تکل خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي و چې دغه لیدنه د جولای پر ۲۸مه په ازبیکستان کې د تاشکند کنفرانس په څنډه کې تر سره شوې وه.

چین له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره دوستانه اړیکو ته لېوالتیا زیاته کړې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له افغانستان څخه بهر ته د صادراتو په کموالي اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د ستونزو د هواري په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته یې د چین ویزې ورکولو په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG