د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې خپله دنده پيل کړه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې یا د (یوناما) مشرې د خپلې دندې پیلېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د نجونو د زده کړو په ګډون د یو شمېر مسائلو په اړه خبرې کړي دي.

یوناما د شنبې په ورځ ناوخته اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) ویلي چې اغلې روزا اتنبایووا له امیر خان متقي سره لیدنه کې په بېلابېلو مسائلو کې د همکارۍ ترڅنګ په ځانګړي ډول باور جوړونې، بانکي سیستم او د نجونو زده کړو باندې ټینګار کړی دی.

یوناما زیاته کړې: "له اختلافاتو سره سره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږدې کولو پر اړتیا موافقه وکړه."

د قرغیزستان پخوانې ولسمشره روزا اتنبایووا په تېره وږې میاشت کې ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړې استازې په توګه وټاکله.

میرمن اتنبایووا پر داسې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه دنده پيلوي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې څنډې ته کړای شوي او کار، سیاسي فعالیت او زده کړو څخه بې برخې شوي او ډېر کلک محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د کار له پیل سره سم د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو تر دې مخکې له نوموړې څخه غوښتي و چې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه واقعیتونه او حقایق د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي او نړۍ ورسوي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوناما له مشرې سره لیدنه کې نوموړې ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې امیر خان متقي په دغه لیدنه کې د نړۍ او افغاستان پر نژدې کېدو ټینګار کړی او ویلي دی چې باید د یو او بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک شي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو معاونیت کولای شي په دې برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اغلې اوتنبایووا له قوله لیکلي چې یوناما به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پله په توګه خپل رول تر سره کوي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د بیاجوړېدو په اړه د طالبانو غږ تر نړیوالو ورسوي.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې افغانستان کې د میرمن اتنبایووا ماموریت اسان ماموریت نه دی او په کار نه دي چې له هغې څخه د ټولو ستونزو د هوارولو تمه وشي.

ښاغلي فرهادي وویل: "د مرسته کوونکو دریځ د لویدیځو هیوادونو دریځ همغه دریځ دی چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۳۱ مه په ۲۵۸۳ پریکړه لیک کې خپور کړی دی چې هلته د افغانستان د رسمیت پیژندلو شرایط وړاندې شوي دي چې دا شرایط باید بشپړ کړي چې په رسمیت و پیژندل شي په حقیقت کې د میرمن روزا ماوموریت یوه برخه داده چې دا شرایط د طالبانو حکومت ته ورپه یاد کړي او د طالبانو حکومت هم باید هغې نقطې ته ځان نږدې کړي چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپیژندل شي".

د ښځو د حقونو یوه فعاله مونسه مبارز په دې نظر ده چې د اتنبایووا د ماموریت بریالیتوب د هغې د دیپلوماتیکي کاري وړتیاو پورې اړه لري. میرمن مبارز تمه لري چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې به خپل ماموریت کې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسلو ته ډیره پاملرنه وکړي.

میرمن مبارز وویل: "د هغې زیات مسولیت د بشري حقونو د ساتنې او بشري لاسته راوړنو څخه ښځو چې خپل بشري او د هیواد د اوسیدونکو په توګه خپل حقونه له لاسه ورکړي او د طالبانو د واکمنۍ وروسته اصلي قربانیانې دي هیله لرم چې میرمن اتنبایووا به په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي".

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. که څه هم طالبان ادعا کوي چې د رسمیت پيژندلو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي، خو د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري تر دې مخکې ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو ته احترام وکړي.

XS
SM
MD
LG