د لاس رسي وړ اتصالات

محب: موقت حکومت د پردیو مداخلو ته د دایمي فرصت معنا لري


 افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي موقت حکومت د پردیو مداخلو ته د دایمې فرصت معنا لري.

نوموړي یادې څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې تیره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي وویل چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي.

حمدالله محب نن شنبه جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱) پر خپل ټویټر لیکلي چې نور دلته (افغانستان) کې د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته د اجرا موقع نشته.

ښاغلي محب په خپل ټویټر کې لیکلي دي : "نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته،موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري. که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه۱۰) د امریکا د اسپن امنیتي بنسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې په خبرو کې نویمو کلونو ته په اشارې سره وویل چې د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شوي‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو یو مشر عباس ستانکزي ویلي دي چې د سولې لپاره باید اشرف غني استعفا وکړي،‌ خو ارک وايي چې قانون د ولسمشر په اړه پوره وضاحت لري او د ولسمشر دنده دا ده چې بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک انتقال کړي.

په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې روانه میاشت په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو، خو تر دا مهاله پکې د ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG